۰

د ملي تدارکاتو ادارې رییس: د قراردادي شرکتو له فساد څخه تر پزې راغلي یو

دوشنبه ۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۳
د ملي تدارکاتو ادارې رییس وايي، سره له دې، چې دغه ادارې د قرارداونو په شفافیت کې د پام وړ کار کړی دي، خو عملي کېدو په برخه کې یې د قراردادي شرکتونو له فساد څخه نوره تنګه شوې ده.
د ملي تدارکاتو ادارې رییس: د قراردادي شرکتو له فساد څخه تر پزې راغلي یو
د ملي تدارکاتو ادارې رییس وايي، سره له دې، چې دغه ادارې د قرارداونو په شفافیت کې د پام وړ کار کړی دي، خو عملي کېدو په برخه کې یې د قراردادي شرکتونو له فساد څخه نوره تنګه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي تداراکاتو ادارې رییس الهام عمر هوتکي دغه څرګندونې نن دوشنبې د مرغومي ۹ مې په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال وکړې.

ولسي جرګې ښاغلي هوتکي په یاده اداره کې د پراخ فساد د راپورونو په اړه د پوښتونو د ځواب لپاره ورغوښتی و، او د استجواب دلایل یې هم د څلورسوه بستریز روغتون د درملو د قرارد ځنډول، د دفاع وزارت د وریجو، پټرول، ګازو په قراردادنو کې فساد په ګوته شوی وو.

خو الهام هوتکي د وکیلانو د پوښتو په ځواب کې و ویل، چې نور د قراردادي شرکتو د فساد له امله تر پوزې پورې راغلې دی او دغه اداره نور له دې ډول قرارداونو تنګه ده.

د هغه په وینا ولسمشر غني، چې د ملي تداراکاتو کمېټې کارونه ازروي موخه یې دا ده، چې سرتېري ته ډوډۍ په سمه توګه ورسږي او امکانات په سم ډول وکارول شي، خو بیا هم د دې پر ځای چې د مفسد مامور جې له مفسد شرکت سره یې قرارداد کړی ګرېوان ونیول شي موضوع ولسمشرۍ ماڼې ته ورګرځول کېږي.

دی وايي، قراردادونه د ارزونې د پلاوی له خوا د اړونده ادارې د وزیر ریاست په واک کې ورکول کېږي او د ملي تدارکاتو کمېټه د قرارداد د ورکولو واک نه لري، خو د دولتي ادارو مسوولین د دې په خاطر چې ارزونه له خپله سره چپه کړي مسوولیت د ملي تدارکاتو په کمېټه اچوي.

نوموړي د ملي دفاع وزارت د درملو د قرارد په اړه د پوښتنې په شکل و ویل، چې د دغه درملو قرارد یوه نیمه میاشت وړاندې د ملي تدارکاتو کمېټې له خوا تایید شوی، نو ځکه د دغه وزارت یو کال وړاندې قرارداد د ملي تدارکاتو کمېټې څخه نه دی پاس شوی؟

هغه و ویل«هرڅوک چې وايي، د دفاع او داخلې وزارتونو په قراردادونو کې نارسايي شته، کفر وايي، ځکه یوازې دفاع وزارت په میاشت کې سل میلیونه افغانۍ په خپلو بېړنیو تدارکاتو کې لري، چې په بېړنیو حالتو کې باید تر ګټه واخلي، نو دا چې ولې ګټه نه ترې اخلي، باید خپله له همدې ادارې وپوښتل شي.»

دغه راز هغه  زیاته کړه، چې د دفاع وزارت د تېلو، پټرولو او سون لرګیو قرارداد په تېره لړم میاشت کې ان د راتلونکي کال لپاره منظور شوی دی، خو دا باید وپوښتل، چې ولې د سرتېري یخ کېږي.

نوموړي نفتي مواد د ټسټ کولو قرارداد په اړه و ویل، چې دغه قرارداد څو کاله وړاندې د انسا ادارې له خوا جیو کمپ کمپنۍ ته ورکړل شوی و، خو دغه کمپنۍ د افغانستان خلک در بدر کړل او بې غمه یې قاچاق روان کړی و، چې رییس یې معلوم دی، خو شریکان یې نه پېژنم.

دی وايي، کله چې په کال ۲۰۰۴ میلادي کال کې د دغه کمپنۍ قرارداد پای ته ورسېدو نو د ۹ میلیونه ډالرو په اندازه تجهیزات یې باید انسا ته تحویل کړی وای، خو انسا ویل، چې دوی د نفتي مواد د ارزونې توان تر اوسه نه دی موندلی، نو ځکه اقتصادي شورا اړه شوه، چې له دغه کمپنۍ سره د ۹ نور میاشتو لپاره قرارد تمدید کړي او دوا طلبۍ ته یې وکړي، خو انسا ادارې ویل، چې دوی شرطپاڼې د پوره کېدو توان نه لري او ملي تدارکاتو کمېټې شرطپاڼه هم چمتو کړه.

د هغه په وینا په پای کې د ملي تدارکاتو کمېټې د ګازو او نفتو د ټسټ قرارداد دوا طلبۍ ته وړاندې کړ، چې ټي سي آر سي شرکت ۲۵.۵ سلنې په ګټې سره د دغه قرارداد وړونکی شو.

ښاغلي هوتکي د یوې مرجعې څخه د قراردادونو د عقد په اړه و ویل، چې دغه قراردادونه په داسې ډول کېږي، چې دولتي ادارې خپل تدارکات د وخت د کمښت سره مخ کوي، او بیا ۹ میاشتې انتظار باسي، خو کله چې د پروژې د عملي کېدو وخت نېږدې شي، نو خپل قرارداد واحدې منبع ته وړاندې کوي، نو په دې صورت کې چې د ملي تداراکاتو کمېټه هغه منظور نه کړي، د افغانستان خلکو ته به څوک ځواب وايي.
 
 
هوتکي د چارو ادارې د عملیاتي واحد په اړه و ویل، هغه پروژې چې واحدې عملیاتي ادارې ته ورکول کېږي د خصوصي سکتور له خوا برمته شوي دي.
 
هغه د بېلګې په ډول د دفاع وزارت د غوښې قرارداد په اړه و ویل«پخوا د یوې کیلو غوښتې بیه ۱۵۰ افغانۍ په قرارداد کې ورکول کېده، په داسې حال کې، چې په بازار کې د یوې کیلو غوښتې بیه ۳۵۰ افغانۍ ده، شرکتونه به تلل او د پاکستاني ګامېښو غوښه به یې د ده سبز له مسلخ څخه راوړه او مفسد مامور به هم په بیړه تاییدوله.»

هغه وړاندې زیاته کړه«هغوی به یو پمپ د ډنګرو ګامېښو په خوله کې ورکړ او و بې پړسولې او له حلالولو وروسته به یې قول اردو ته وړلې او همغه ډول به یې وزن کول.»

خو په وینا یې اوس د غوښې قراردادونه هغه چا ته ورکول کېږي، چې رمه ولري، او د دې لپاره یوه ځانګړې پالیسي جوړه شوې، چې له مخې یې یوه کمپنۍ څو قراردادونه نه شي تر لاسه کولی او سږ کال لسګونه قراردادونه زیات شوي دي.

هغه د دفاع وزارت د وریجو د قرارداد په اړه و ویل، چې دغه قرارد د وریجو د تولید اتحادیې ته ورکړل شوی او دغه اتحادیې هم له پنځو کمپنیو سره قرارداد کړی.

دی وایي، که څه هم دغه کمپنۍ خپلو کې سره ستونزې لري، خو دوی پوره اسناد لري، چې هغوی دغه قرارداد قبول کړی دی.

الهام عمر هوتکي دا هم ویل، چې د لومړي ځل لپاره په ملي تدارکاتو اداره کې د آنلاین سیستم رامنځ ته شوی او دغه اداره چمتو ده، چې د هرې اوونۍ راپور د افغانستان خلکو ته ورکړي.

د هغه په وینا د ملي تدارکاتو اداره د شفافیت او حساب ورکولو په موخه جوړه شوې، خو باید د فساد له منځه وړلو لپاره له ټولو دولتي ادارو جدي نظارت وشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي