۰

تخار، بلخ او کندوز کې ۲۵ امنیتي سرتېري وژل شوي دي

چهارشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۷
شمال کې سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په تخار، بلخ او کندوز ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو پر مهال ۲۵ سرتېري وژل شوي دي.
تخار، بلخ او کندوز کې ۲۵ امنیتي سرتېري وژل شوي دي
شمال کې سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په تخار، بلخ او کندوز ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو پر مهال ۲۵ سرتېري وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون ورځ او شپه، د تخار په درقد، د بلخ د بلخ ولسوالۍ په بابه یوسف کلي، د مزارشریف – شبرغان پر لویه لار او دغه راز د کندوز په دشت ارچي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي.

چارواکي وایي، په دې دریو واړو ولایتونو کې ۲۵ امنیتي سرتېري وژل شوي خو په جګړه کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د بلخ بابه یوسف کلي کې د طالبانو په برید کې ۸ پولیس وژل شوي.

بل خواد د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وايي، په درقد ولسوالۍ کې طالبانو د افغان ځواکونو په پوسته برید وکړ، چې دوه نیم ساعته نښتې دوام درلود.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي، یو تن ټپي شوی او دغه راز ملي پولیسو او پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره معلومات یې نشته.

د هغه په وینا افغان ځواکونو د طالبانو سخت مقاومت کړی او له سیمې څخه ایستل شوي خو لا هم جګړه دوام لري.

خو یوې بلې سرچینې ویلي، چې د طالبانو په دغه برید کې ۱۲ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري د دې سرتېرو وژل کېدل تاییدوي، خو وايي، د درقد نښته کې ۱۱ طالب وسلوال هم وژل شوي او پنځه ټپیان دي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي