۰

کابل کې د نشه يي توکو د قاچاق او توزېع درې لویې شبکې نیول شوې دي

یکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۹
له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز پلازمېنه کابل کې د نشه يي توکو د قاچاق او توزیع د درې لویو شبکو د نیول کېدو خبر ورکړ.
کابل کې د نشه يي توکو د قاچاق او توزېع درې لویې شبکې نیول شوې دي
له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز پلازمېنه کابل کې د نشه يي توکو د قاچاق او توزیع د درې لویو شبکو د نیول کېدو خبر ورکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه مرکز ویاند احمد خالد موحد نن یکشنبې د مرغومي ۱۵ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې دغه درې جرمي شبکې په تېر یوه کال کې نیول شوي دي.

د هغه په وینا درې نیول شوې شبکې یو هم یو سیاحتي شرکت، بل د ښځو د حقوقو په برخه کې یو فعال بنسټ او یوه بله د پولیسو د یوه افسر په مشرۍ د نشه يي توکو د توزېع د یو شمېر کسانو شبکه ده، چې بهر ته د نشه يی توکو په قاچاق او د کابل په لوېدیځ کې د نشه يي توکو د توزېع په برخه کې یې کار کولو.

نوموړې زیاته کړه، چې د درې واړه شبکو ګڼ شمېر غړي نیول شوي او د ټولو غړو د نیولو لپاره یې د پولیسو پلټنې او څېړنې دوام لري.

موحد د نشه يي توکو د قضیو د کشف په اړه و ویل، چې په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۱۲۸۷ تنه د نشه يي توکو د یو زر اتیا قضیو په تړاو نیول شوي دي.

دی وایي، په نیول شویو کسانو کې درې تنه لوړ پوړي نظامي قوماندانان، یو تن د غیر مسوله وسله والو کسانو قوماندان، چې تر ډېره د هېواد په شمالي ولایتونو کې فعال او درې تنه خارجي وګړي هم شامل دي.

د نشه يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند زیاتوي، دغه درې تنه لوړ پوړي نظامي قوماندانان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د پولیسو تر پلټنو او کشفي عملیاتو لاندې و، چې باالاخره تېر کال ونیول شول او هر یو یې له ۲۰ کاله پر زیات بند محکوم شول.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې تېره کال ۴۰ ټنه چرس او تریاک، له پنځه زره کیلوګرامه زیات، هېرویین، مورفین، شیشه او ۱۲۲ زره لېتره الکولي مشروبات د پولیسو له خوا کشف او نیول شوي دي.

خو نوموړي دا هم و ویل، چې که له یوې خوا د نشه يي توکو او قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې، له بلې خوا قاچاق وړونکو د قاچاق لپاره تر پخوا پېچلې لارې غوره کړې او بهر ته نشه يي توکي لېږدوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي