۰
سناتوران:

د صفر یو قطعې عملیات قصدي او خطرناک دي

سی شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۱
ځینې سناتوران د کابل خیرخانه کې د یوه پخواني قومندان امر ستار پر کور د صفر یو قطعې عملیاتو د هغه وژل کېدو ته په اشارې وايي، د دغه قطعې عملیات خطرناک او په هېواد کې د کډوډیو رامنځ ته کولو په موخه دي.
د صفر یو قطعې عملیات قصدي او خطرناک دي
ځینې سناتوران د کابل خیرخانه کې د یوه پخواني قومندان امر ستار پر کور د صفر یو قطعې عملیاتو د هغه وژل کېدو ته په اشارې وايي، د دغه قطعې عملیات خطرناک او په هېواد کې د کډوډیو رامنځ ته کولو په موخه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق د نن سه شنبې مرغومي ۱۷ مې په عمومي غونډه کې و ویل، چې امر ستار یې له نېږدې پېژانده او د امنیتي ځواکونو له هغو د هغه وژل د منلو نه دي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت کولای شوی په یوه تلېفون امر ستار وروغواړي، زنداني یې کړي، نو اړتیا نه وه، چې دا ډول وژنه تر سره کړي.

د جرګې دوهم منشي فیصل سمیع نایب هم و ویل، چې د صفر یو قطعې له خوا د امر ستار وژل کېدل خطرناک او د نه بښولو عمل دی، چې هېڅ توجهي نه لري.

نوموړي زیاته کړه، صفر یو قطعې تر دې وړاندې په ځینو ولایتونو لکه لوګر، پکتیا، میدان وردګ، ننګرهار او لغمان کې ورته عملیات تر سره کړي او داسې ښکاري، چې دغه قطر قصدي عملیات د هېواد د کډوډولو په خاطر کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې دا د صفر یو قطعې لومړني عملیات نه دي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته عملیات کړي، چې باید جدي وڅېړل شي.

د جرګې بل غړي محی الدین منصف هم و ویل، چې که ملي امنیت پر ستار کومه ملاحظه درلوده باید د اړونده حوزې له لارې یې ورغوښتی وای.

د یادونې ده، چې امر ستار وړمه شپه د کابل په خیرخانه مېنه سیمه کې د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې له خپل زوی او درې تنو نورو سره و وژل شو.

ولسمشر غني د هغه له کورنۍ سره لیدلي او د دغه پېښې د څېړلو لپاره یې یو پلاوی ګومارلی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي