۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

طالبانو د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه کړې ده

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۹
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تایید کړه، چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه کړې ده.
طالبانو د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه کړې ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تایید کړه، چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، له هغې، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې، پاکستان په سیمه کې د امنیت او ثبات په خاطر د دغه خبرو ملاتړ کړی دی.

نوموړي په دغه پیغام کې ویلي، چې د سولې مذاکرات ښه پرمخ تللي او نن یو ښه خبر دا دی، چې طالبانو د تاوتریخوالي کمېدو ته چمتوالی ښودلی دی.

قریشي ټینګار کړي، چې پاکستان په سیمه کې د امن پلوي دي تر څو په دغه خطه کې د امن او ثبات په ټینګېدو سره د افغانستان او پاکستان خلک نور د آرام ساه واخلي.

دی وایي، په سیمه کې د امن او ثبات ټنګښت د پاکستان جدي غوښتنه ده او په دې برخه کې یې خپل رول لوبولی او هڅې یې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو ته چمتوالی د سولې تړون ته د رسېدو او سیمې د امن په برخه کې یو مهم پرمختګ بللی دی.
 
قریشي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ځینې پاکستاني رسنیو د طالب سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو رهبرۍ شورا ملا هبت الله ته د اووه ورځني تاوتریخوالي د کمولو مشوره ورکړې ده.

ځینې سرچینې دا هم وایي، چې د طالبانو رهبرۍ شورا له ۷ ورځني اوربند سره موافقه کړې او تمه یې ښودلې، چې په دغه موده کې به د سولې تړون لاسلیک، د بهرنیو ځواکونو وتلو او د سولې خبرو پرمختګ لپاره لار هواره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي