۰

د ټاکنو شکایتونو کمېسیون د څه باندې ۶ زره استینافي شکایتونو ارزونه پیل کړه

سی شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۷
د ټاکنو شکایتونو کمېسیون پر ولسمشرۍ ټاکنو د څه باندې شپږ زره استینافي شکایتونو د ارزونې بهیر پیل کړ.
د ټاکنو شکایتونو کمېسیون د څه باندې ۶ زره استینافي شکایتونو ارزونه پیل کړه
د ټاکنو شکایتونو کمېسیون پر ولسمشرۍ ټاکنو د څه باندې شپږ زره استینافي شکایتونو د ارزونې بهیر پیل کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کمېسیون چارواکي وايي، د ثبت شوو استېنافي اعتراضونو په ځانګړي ډول د دغه کمېسیون د ولایتي دفترونو پرېکړو ته د رسیدګي بهیر یې نن سې شنبه دسلواغې پر لومړۍ نېټه پیل کړ.

د کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې نن یوه خبري ناسته کې و ویل، چې پرون دوشنبې د مرغومي ۳۰ مه د استینافي شکایتونو د ثبت وروستۍ ورځ وه.

نوموړې زیاته کړه، چې د دغه دریو ورځو په موده کې د ټاکنیزو ډلو له لوري ۶۲۹۲ استینافي اعتراضونه له کمېسیون سره ثبت شوي دي.

دا وايي، دغه ټول استېنافي اعتراضونه د افغانستان د ۲۹ ولایتونو اړوند دي، خو په خبره یې پروان، میدان وردګ، تخار، جوزجان او بادغیس کې ټاکنیزو ډلو استېناف غوښتنه نه ده کړې.

د هغې په وینا چې د شکایتونو د ثبتولو تر مرحلې وروسته، د کمېسیون په مرکزي دفتر کې دغو شکایتونو ته د رسیدګۍ بهیر پيل شو.

نوموړې و ویل«شکایتونو ته د رسیدګۍ د طرزالعمل مطابق وروستۍ مراحل چې تصنیف، څېړل، تدقیق، پرېکړه، ابلاغ او پلې کول دي دغه مراحل زموږ د تخنیکي ټېم لخوا پيل شوي او د پروسس په حال کې دي.»

د ټاکنیزو شکایتونو مشرې اغلې شینوارې ژمنه وکړه، چې کمېسیون به په خپلواکه، بې پرې او شفافه توګه ثبت شوي استېنافي اعتراضونه وڅېړي.

په ورته وخت کې د یاد کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي وویل، دغه اعتراضونه په ځانګړي ډول د رایو د تفاوت، له ټاکل شوي وخت څخه بهر د رایو د کارولو، غیر بایومیټریک رایو، مشکوکو رایو او یو شمېر نورو مواردو په اړه دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د ټاکنو د قانون له‌مخي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۱۵ ورځې وخت لري، چې د اسنادو او شواهدو په اساس ټولو ثبت شوو استېنافي اعتراضونو ته رسیدګي وکړي او په اړه یې وروستۍ پرېکړه وکړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي