د ټاکنو شکایتونو کمېسیون پر ولسمشرۍ ټاکنو د څه باندې شپږ زره استینافي شکایتونو د ارزونې بهیر پیل کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کمېسیون چارواکي وايي، د ثبت شوو استېنافي اعتراضونو په ځانګړي ډول د دغه کمېسیون د ولایتي دفترونو پرېکړو ته د رسیدګي بهیر یې نن سې شنبه دسلواغې پر لومړۍ نېټه پیل کړ.
د کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې نن یوه خبري ناسته کې و ویل، چې پرون دوشنبې د مرغومي ۳۰ مه د استینافي شکایتونو د ثبت وروستۍ ورځ وه.
نوموړې زیاته کړه، چې د دغه دریو ورځو په موده کې د ټاکنیزو ډلو له لوري ۶۲۹۲ استینافي اعتراضونه له کمېسیون سره ثبت شوي دي.
دا وايي، دغه ټول استېنافي اعتراضونه د افغانستان د ۲۹ ولایتونو اړوند دي، خو په خبره یې پروان، میدان وردګ، تخار، جوزجان او بادغیس کې ټاکنیزو ډلو استېناف غوښتنه نه ده کړې.
د هغې په وینا چې د شکایتونو د ثبتولو تر مرحلې وروسته، د کمېسیون په مرکزي دفتر کې دغو شکایتونو ته د رسیدګۍ بهیر پيل شو.
نوموړې و ویل«شکایتونو ته د رسیدګۍ د طرزالعمل مطابق وروستۍ مراحل چې تصنیف، څېړل، تدقیق، پرېکړه، ابلاغ او پلې کول دي دغه مراحل زموږ د تخنیکي ټېم لخوا پيل شوي او د پروسس په حال کې دي.»
د ټاکنیزو شکایتونو مشرې اغلې شینوارې ژمنه وکړه، چې کمېسیون به په خپلواکه، بې پرې او شفافه توګه ثبت شوي استېنافي اعتراضونه وڅېړي.
په ورته وخت کې د یاد کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي وویل، دغه اعتراضونه په ځانګړي ډول د رایو د تفاوت، له ټاکل شوي وخت څخه بهر د رایو د کارولو، غیر بایومیټریک رایو، مشکوکو رایو او یو شمېر نورو مواردو په اړه دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان د ټاکنو د قانون لهمخي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۱۵ ورځې وخت لري، چې د اسنادو او شواهدو په اساس ټولو ثبت شوو استېنافي اعتراضونو ته رسیدګي وکړي او په اړه یې وروستۍ پرېکړه وکړي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض