په شمال کې د پوځ چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې په یوه درملتون کې چاودنه شوې، چې له امله یې شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د سلواغې ۳ مه د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د فوزي بای قلعه په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو په یاده سیمه کې په یوه درملتون کې ماین اېښی و، چې د چاودنې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب