۰

لوګر کې د پر زده کوونکو د جنسي تېریو راپور چمتو کوونکی له هېواده تښتېدلی

شنبی ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۲
راپورونه وایي، مدني فعال مسوسی محمودي، چې د لوګر په ښوونځیو کې پر ماشومانو د جنسي تیريو راپور چمتو کړی و، د امنیتي دلایلو په پلمه له هېواده تېښته کړې ده.
لوګر کې د پر زده کوونکو د جنسي تېریو راپور چمتو کوونکی له هېواده تښتېدلی
 راپورونه وایي، مدني فعال مسوسی محمودي، چې  د لوګر په ښوونځیو کې پر ماشومانو د جنسي تیريو راپور چمتو کړی و، د امنیتي دلایلو په پلمه له هېواده تېښته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې موسی محمودي، د اکتوبر په وروستیو کې یې په لوګر ولایت کې د نارینه زده کونکو پروړاندې د جنسي تیري په اړه یو راپور خپور کړی و.

نوموړي په دغه راپور کې ویلي، چې د لوګر په شپږو ښوونیځو کې تر پنځه زیات زده کوونکي ماشومان په جنسي توګه ځورول شوی دی.

د موسی محمود دغه څرګندونې او راپور ګارډین ورځپاڼې خپور کړ چې وروسته دی د دغه تور تر پورې کولو وروسته د ملي امنیت له خوا ونیول شو، او اعتراف یې وکړ، چې په راپور کې یې تېروتنه کړې ده.

د محمودي نیول کېدو ګڼ غبرګونونه هم راپارول او ان ولسي جرګې د دغه موضوع د دقیق څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکل شو او یاد پلاوی د محمود دا راپور بې بنسټه وباله او ویې ویل، چې دغسې څه نه دي تر سره شوي.

خو اوس راپورونه وايي، چې محمودي دوه اوونۍ وړاندېله خپلې کورنۍ او همکارانو سره د افغانستان یو ګاونډي هېواد ته تللی دی.

د خوندیتو او خطر کمولو انسټیټیوټ رییس زمری فقیري وایي، ښاغلی محمودي د مدني ټولنو په مرسته له هیواده وتلی دی.

د هغه په ​​وینا ، محمودي ته په هیڅ کوم هېواد کې پناه نه ده ورکړل شوې او په لنډمهاله توګه یو ګاونډي هېواد ته تللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي