۰
سرچینې:

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکني حکومت استازي استعفا کړې

پنجشنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۰
راپورونه وایي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرڅول شوي حکومت دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکني حکومت استازي استعفا کړې
راپورونه وایي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرڅول شوي حکومت دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځینو افغان دیپلوماتانو ویلي، ښاغلي اسحاقزي خپله استعفا د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ته وړاندې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دغه استازي د استعفا لامل افغانستان د نظام نسکوریدل او کابل سره د غلام محمد اسحاقزي د اړیکې پرې کیدل ګڼل شوي.

خپله ښاغلي اسحاقزي يا د ملګرو ملتونو رسمي سرچينو تر اوسه دغه خبر نه دی تایید کړی.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د باور ورکولو کمېټې د دغه څوکۍ لپاره د طالبانو غوښتنه رد او غلام محمد اسحاقزی یې پر خپل ځای پرېښود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي