۰

کابل کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۲
کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د یوه مقناطسي ماین چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
کابل کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د یوه مقناطسي ماین چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون شنبې د سلواغې ۵ مه د کابل ښار درېیمې حوزې اړوند میرویس میدان سیمه کې شوې ده.

کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې چاودنه د پولیسو په رنجر موټر پورې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې په کې یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي