کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د یوه مقناطسي ماین چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون شنبې د سلواغې ۵ مه د کابل ښار درېیمې حوزې اړوند میرویس میدان سیمه کې شوې ده.
کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې چاودنه د پولیسو په رنجر موټر پورې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې په کې یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل