۰
پومپیو:

اجازه نه ورکوو چې د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت خراب شي

سی شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، اجازه نه ورکوي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان ثبات له ګواښ سره مخ شي.
اجازه نه ورکوو چې د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت خراب شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، اجازه نه ورکوي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان ثبات له ګواښ سره مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو چې د ازبکستان په سفر بوخت دی، دغه څرګندونې د یاد هېواد له دولتي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، امریکا به پرېنږدي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت خراب او ثبات یې له ګواښ سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا، افغانستان ته له ورپېښو ګواښونو خبره ده خو دوی هڅه کوي، ډاډ تر لاسه کړي، چې په افغانستان کې سوله تامینېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، امریکا ښایي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي خو دا بهیر به داسې نه وي چې د افغانستان امنیت له ګواښ سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د پوځ پخواني مشر جک کېن ویلي، پر طالبانو باید دومره په اسانه باور ونشي او په ټولیزه توګه ټول سرتېري له افغانستان څخه ونه ایستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي