۰
داودزی:

راتلونکی حکومت به د سولې د ملي اجماع لپاره لویه جرګه جوړه کړي

یکشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۷
د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم د دفتر رییس محمد عمر داودزی وايي، راتلونکی حکومت به د سولې د ملي اجماع لپاره لویه جرګه راوبولي او دغه راز به د سولې مسالحې شورا بېرته را ژوندی کړي.
راتلونکی حکومت به د سولې د ملي اجماع لپاره لویه جرګه جوړه کړي
د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم د دفتر رییس محمد عمر داودزی وايي، راتلونکی حکومت به د سولې د ملي اجماع لپاره لویه جرګه راوبولي او دغه راز به د سولې
هغه و ویل«د حکومت او طالبانو دواړو له دریځو غلت برداشت شوی، دولت د اوربند غوښتنه کړې، چې دا د ولس غوښتنه ده، ایا د اوربند غوښتل ګناه ده؟ دغه راز د طالبانو له دریځ څخه هم علت برداشت شوی، د طالبانو مشرتابه چېرته په کومه اعلامیه کې په رسمي ډول ویلي، چې موږ له افغان حکومت سره خبرې نه کو، بله دا چې طالبانو کله تر اوسه په رسمي ډول منلې، چې له دولت سره خبرې کو، او دا یې هم نه دي ویلي، چې دولت دې د اوربند شرط لرې کړي نو موږ ورسره مذاکرات کوو، دا خو ناجیزه ده، چې یو طرف دې په سوله کې تر هر څه ور تېر شي، او بل اړ دې یوازې امتیازات تر لاسه کوي.»
مسالحې شورا بېرته را ژوندی کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي داودزي، چې نن یکشنبې د سلواغې ۲۰ مه یې د سولې غږ موسسې له خوا چې ټول ځوانان په کې دي، سولې په تړاو جوړې شوې ناستې ته وینا کوله و ویل، چې سوله د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې په برخه کې د افغان حکومت دریځ روښانه هم همغه دي، چې ولسمشر غني ویلي افغان حکومت سولې ته بې قید و شرطه حاضر دی.

خو په وینا یې د افغان حکومت له دغه دریځ څه ناسم برداشت شوی او ځينې د حکومت له خوا د اوربند غوښتنه د سولې پر وړاندې خنډ رامنځ ته کول بولي، چې په خبره یې دا غلت برداشت دی.

دی وایي، افغان حکومت ځکه په اوربند ټینګار لري، چې اوربند د ولس غوښتنه او کومه ګناه نه ده، بلکې د سولې لپاره اوربند اړین دی.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د سولې په برخه کې د طالبانو له دریځ څخه هم علت برداشت ځکه شوي، چې طالبانو تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي، چې دوی له افغان حکومت او یا هم د ولسمشر غني سره مذاکرات نه کوي.

هغه و ویل«د حکومت او طالبانو دواړو له دریځو غلت برداشت شوی، دولت د اوربند غوښتنه کړې، چې دا د ولس غوښتنه ده، ایا د اوربند غوښتل ګناه ده؟ دغه راز د طالبانو له دریځ څخه هم علت برداشت شوی، د طالبانو مشرتابه چېرته په کومه اعلامیه کې په رسمي ډول ویلي، چې موږ له افغان حکومت سره خبرې نه کو، بله دا چې طالبانو کله تر اوسه په رسمي ډول منلې،
د هغه په وینا د طالب اصلي ستونزه له شخص سره نه بلکې، له نظام سره ده او دا یې دریځ دی، چې هر څوک په ارګ کې کېناستل دوی خبرې ورسره نه کوي.
چې له دولت سره خبرې کو، او دا یې هم نه دي ویلي، چې دولت دې د اوربند شرط لرې کړي نو موږ ورسره مذاکرات کوو، دا خو ناجیزه ده، چې یو طرف دې په سوله کې تر هر څه ور تېر شي، او بل اړ دې یوازې امتیازات تر لاسه کوي.»

د هغه په وینا د طالب اصلي ستونزه له شخص سره نه بلکې، له نظام سره ده او دا یې دریځ دی، چې هر څوک په ارګ کې کېناستل دوی خبرې ورسره نه کوي.

ښاغلی داودزی وایي، طالبانو له پخواني ولسمشر کرزي سره هم خبرې
هغه د اشغال ټکي ته په اشارې و ویل«په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا یو پلاوی افغانستان ته راغلی و، زما سره یې ملاقات کې پوښتنه وکړه، چې ستا کور په امریکا کې دی، ما ورته و ویل، چې نه زه د افغانستان د ولسمشر د دفتر رییس یم او کور مې دلته دی، زه خو د امریکا د ولسمشر د دفتر رییس نه یم، زما برداشت دا و، چې د یو ملک د ولسمشر د دفتر رییس هم باید د امریکا له خوا وټاکل شي او کور یې باید په امریکا کې وي.»
نه کولې او کله چې هغه له ولسمشرۍ ولاړ درې کاله وروسته هغه هم په ډېرو زاریو طالبانو په مسکو کې ورسره خبرې وکړې.

نوموړي په دې برخه کې چې طالبان وایي، موږ لومړی په افغانستان کې د اشغال پای ته رسېدل غواړو او وروسته له حکومت سره خبرې کو، و ویل، چې د طالبانو دا دریځ د مذاکرې وړ دی، ځکه په خبره یې افغانستان هم اشغال دی او هم اشغال نه دی.

هغه د اشغال ټکي ته په اشارې و ویل«په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا یو پلاوی افغانستان ته راغلی و، زما سره یې ملاقات کې پوښتنه وکړه، چې ستا کور په امریکا کې دی، ما ورته و ویل، چې نه زه د افغانستان د ولسمشر د دفتر رییس یم او کور مې دلته دی، زه خو د امریکا د ولسمشر د دفتر رییس نه یم، زما برداشت دا و، چې د یو ملک د ولسمشر د دفتر رییس هم باید د امریکا له خوا وټاکل شي او کور یې باید په امریکا کې وي.»

د نه اشغال خبرې ته په اشارې ښاغلي داودزي و ویل، چې تر ټاکنو وړاندې حکومت ته ویل کېدل، چې ټاکنې مه کوی یو غریب یاست تاسو له ټاکنو څه غواړی.

هغه زیاته کړه«تر ټاکنو وړاندې موږ ته
هغه زیاته کړه«تر ټاکنو وړاندې موږ ته ویل کېدل، چې تاسو ټاکنې څه کوی یو غریب ملک یاستی، سوله رارونه ده، خو چېره وه سوله، موږ یې له ټاکنو محرمولو، خو همدا حکومت او همدا ولسمشر غني او ډاکتر صاحب عبدالله و، چې پر ټاکنو یې ټینګار درلود، وروسته یې ویل، چې موږ پیسې نه درکو، خو حکومت ورته و ویل، چې موږ خپلې پیسې په کې لګو، همدا و، چې ۹۰ میلیونه افغانۍ یې د ټاکنو تر سره کېدو لپاره ورکړې، نو له دې معلومېږي، چې موږ اشغال نه یو.»
ویل کېدل، چې تاسو ټاکنې څه کوی یو غریب ملک یاستی، سوله رارونه ده، خو چېره وه سوله، موږ یې له ټاکنو محرمولو، خو همدا حکومت او همدا ولسمشر غني او ډاکتر صاحب عبدالله و، چې پر ټاکنو یې ټینګار درلود، وروسته یې ویل، چې موږ پیسې نه درکو، خو حکومت ورته و ویل، چې موږ خپلې پیسې په کې لګو، همدا و، چې ۹۰ میلیونه افغانۍ یې د ټاکنو تر سره کېدو لپاره ورکړې، نو له دې معلومېږي، چې موږ اشغال نه یو.»

دغه راز ښاغلي داودزي د خپلو خبرو پر داوم ټینګار وکړ، چې حکومت ته سوله لومړیتوب لري او د سولې لپاره یې یوه اووه مادیزه طرحه وړاندې کړې ده.

د هغه په وینا که چېرې سیاسیون په دغه طرحه نیوکه لري او یا ورته د منلو نه وي، نو کېدای شي، په ګډه یوه بله طرحه جوړ کړای شي.

دی وايي، حکومت په دې باور دی، چې طالبان به اخر له دولت سره مذاکراتو ته کېني، ځکه په وینا یې طالبانو هرګز نه دي، ویلي، چې که له امریکا سره تړون وکړي، وروسته به له افغان حکومت سره جنګېږي.

خو په وینا یې وړاندې له دې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې کوم تړون وشي، اړینه ده، چې سولې د مذاکراتو لپاره یوه ملي اجماع او سیاسي اجماع رامنځ
خو زیاتوي، چې د ملي اجماع لپاره اړینه ده چې لویه جرګه جوړه شي او په وینا یې د ټاکنو پایلو له معلومېدو وروسته، چې هر څوک ولسمشر شو، حکومت به دوه اوونۍ وروسته لویه جرګه راوبولي او د سولې د مذاکراتو لپاره به ملي اجماع جوړه کړي.
ته شي.

ښاغلي داودزي و ویل، چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د سیاسي اجماع د رامنځ ته کولو لپاره له بېلا بېلو سیاسیون سره کتلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

خو زیاتوي، چې د ملي اجماع لپاره اړینه ده چې لویه جرګه جوړه شي او په وینا یې د ټاکنو پایلو له معلومېدو وروسته، چې هر څوک ولسمشر شو، حکومت به دوه اوونۍ وروسته لویه جرګه راوبولي او د سولې د مذاکراتو لپاره به ملي اجماع جوړه کړي.

دغه راز ښاغلي داودزي د خپلو خبرو په پای کې دا هم و ویل، چې راتلونکی حکومت به د سولې د مسالحې شورا چې مخکې جوړه شوې وه، خو بېرته ړنګه شوه، بېرته را ژوندی کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي