۰
د پاکستاني طالبانو ویاند:

د پاکستاني ځواکونو سره د یوې معاملې پر اساس له زندانه وتښتېدم

دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۳
د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې ده، د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره د یوې معاملې پر اساس له زندانه تېښته کړې ده.
د پاکستاني ځواکونو سره د یوې معاملې پر اساس له زندانه وتښتېدم
د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې ده، د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره د یوې معاملې پر اساس له زندانه تېښته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ویاند احسان الله احسان په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان د پوځ له لوري نیول شوی وو.

هغه مهال د پاکستان د پوځ د هغه وختخ ویاند جنرال اصف غفور ویلی و، د پاکستاني طالبانو د تحریک پخوانی ویاند او د جماعت الاحرار نومې وسله والې ډلې موجوده ویاند احسان الله احسان ځان پوځ ته سپارلی دی.

خو د تېرې پنشنبې په ورځ راپورونه خپاره شول، چې ګڼې احسان الله احسان د پاکستاني استخباراتو له بند څخه په تېښته بریالی شوی او نامعلوم ځای ته تللی دی.

دغه راپور لومړی هندي ورځپاڼو ورکړ، خو د پنجشنبې پر ورځ پر خواله رسنیو یو غږیز پیغام خپور شو، چې ادعا کېږي د احسان الله احسان غږ دی او ادعا پکې کوي چې له کورنۍ سره یو ځای تېره میاشت د پاکستاني پوځ له توقیفه تښتېدلی دی.

په احسان الله احسان د خیبر پښتونخوا په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي او دغه راز د دغه سیمې د یوې مدني فعالې ملالۍ یوسفزی د برید تور پورې دی.

په لومړي سر کې خو پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکو د دغه خبر تایید او رد نه کړ خو وروسته پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د باوري سرچینو له قوله تایید کړه، چې احسان الله احسان د امنیتي ځواکونو له قید څخه د یو لړ عملیاتو پر مهال تېښته کړې ده.

خو اوس خپله احسان الله احسان امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې ده د یوه معاملې پر اساس د پاکستاني ځواکونو له بند څخه تېښته کړې ده.

نیویارک ټایمز وایي، دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان دا مهال د ترهګرو د ملاتړ له امله تر سخت نړیوال فشار لاندې دی او ترې غواړي، چې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې د یوې پټې معاملې پر اساس د احساان الله خوشي کېدل به د نړیوالو اقتصادي فشارونو سره نور هم مخ کړي.

په ورته وخت کې ملالۍ یوسفزی او محمد چې دواړه د طالبانو د بریدونو قربانیان دي د احسان الله احسان تېښته د پاکستاني د امنیتي او استخباراتي ادارو لپاره یو لوی شرم او ژمنه ماتونه بللې ده.

دوی ویلي دغه معامله ثابتوي، چې د پاکستان دولت له ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبان له تحریک څخه د خپلو داخلي او سیمه ییزه سیالانو پر وړاندې کار اخلي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي