۰

د امریکا او طالبانو د مذکراتو له پرمختګه د افغان مشرانو او سیاسیونو هرکلی

چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۵
ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې له پرمختګ څخه هرکلی کړی دی.
د امریکا او طالبانو د مذکراتو له پرمختګه د افغان مشرانو او سیاسیونو هرکلی
ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې له پرمختګ څخه هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون د افغان حکومت مشرانو سره تلېفوني خبرو کې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ خبر او معلومات ورکړي دي.

ولسمشر غني پر خپله ټویټرپاڼه په څو پیغامونو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ د پام وړ بللی او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تشدد د دایمي کمېدو او د طالبانو د وړاندیزونو په اړه معلومات ورکړي دي.

ښاغلي غني لیکلي «نن زه خوشاله شوم چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پامپیو له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ په اړه معلومات راکړل، بهرنیو چارو وزیر د تاوترخیوالي د خورا ډېر او دایمي کمښت په اړه د طالبانو له وړاندیزه خبر کړم.»

په ورته وخت کې اجراییه رييس عبدالله عبدالله هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي دي.

نوموړي هم ویلي، د امریکا د باندنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې دا پرمختګ به د دوه اړخیزې موافقې، بین الافغاني خبرو او دایمي سولې سبب شي.

دغه راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه خبرپاڼه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله او ثبات ټینګ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي