۰
سناتور راند پال:

سنا دې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي هڅې وکړي

پنجشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۷
امریکايي سناتور رانډ پال د خپل هېواد له سنا غوښتي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
سنا دې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي هڅې وکړي
امریکايي سناتور رانډ پال د خپل هېواد له سنا غوښتي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتور پال ویلي، سنا دې په افغانستان کې د امریکا اوږده او خونړۍ جګړه په خپلو عملي هڅو او اقداماتو پای ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، سنا باید د افغان جګړې په اړه هر اړخیزې پلټنې وکړي او یوې پایلې ته دې ځان ورسوي. ځکه د دغه جګړې پور امریکايي کورنۍ پرې کوي او سنا یې پر وړاندې مسوولیت لري.

دغه امریکايي سناتور یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د سنا پوځي کمېټې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړې وه.

دغه غونډې ته چې دوه پخواني امریکايي جنرالان او یو د پوځي چارو کارپوه د شاهدانو په توګه وربلل شوی درې واړو و وویل، چې په اوس وخت کې له افغانستان د ټولو ځواکونو ایستل له ګواښه ډک کار دی.

دوی ویلي، چې د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته به افغانستان کې، بحران شي، طالبان، القاعده او نورې ترهګرې ډلې به بېرته فعالیت پیل کړي، پاکستان، روسیه، ایران او چین به لاسونه ورته راواږده کړي او په دغه هېواد کې به یو ځل بیا داخلي جګړه ونښلي.

دوی زیاته کړې وه، چې امریکا باید د راتلونکي افغان حکومت قوي ملاتړ وکړي او پر پاکستان فشارونه زیات کړي، چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي