۰
طالب سرچینې:

د امریکا او طالبانو د سولې تړون به د فبرورۍ په ۲۹ مه لاسلیک شي

شنبی ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۳
راپورونه وايي، امریکا او طالبانو د سولې تړون د لاسلیک لپاره د تاوتریخوالي کمولو په اووه ورځنۍ موده موافقه کړې ده او د تړون به په راتلونکو څو ورځو کې لاسلیک شي.
د امریکا او طالبانو د سولې تړون به د فبرورۍ په ۲۹ مه لاسلیک شي
راپورونه وايي، امریکا او طالبانو د سولې تړون د لاسلیک لپاره د تاوتریخوالي کمولو په اووه ورځنۍ موده موافقه کړې ده او د تړون به په راتلونکو څو ورځو کې لاسلیک شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوه امریکايي چارواکي هم اسوشیټډپرس آژانس ته تایید کړې، چې   امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو د ۷-ورځني وړاندیز سره موافقه کړې ده چې ژر به عملي شي.

دغه چارواکي زیاته کړې، چې په دې سره به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار پرانستل شي، او د تړون د لاسلیک وروسته به د لسو ورځو منځ کې بین الافغاني خبرې هم پیل شي.

د یاد امریکايي چارواکي په خبره د تاوتریخوالي کمول به په ټول افغانستان کې وي او له طالبانو په کې غوښتل شوي، چې د سړک د غاړې بمونه، ځانمرګي بریدونه، په افغان او بهرنیو ځواکونو به توغنديي بریدونه نه کوي.

که څه هم دغه امریکايي چارواکي دا نه دي ویلي، چې اوربند به کله کېږي او تړون به څه وخت لاسلیکېږي، خو یوې طالب سرچینې ویلي، اوربند به د روانې میلادي میاشتې په ۲۲ مه پیل او د همدې میاشتې په ۲۹ مه به تړون لاسلیک شي.

خو په وینا یې شرط دا دی، چې طالبان به اووه ورځې تاوتریخوالی نه کوي.

دغه سرچینې ویلي، د طالبانو د لاسلیک پر مهال به ملګري ملتونه، روسیه، چین، سعودي عربستان، پاکستان، جرمني، قطر او د ناروې استازي هم حاضر وي او د نړیوالو ضمانت کوونکو حیثیت به لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي