۰
ملګري ملتونه:

د نوي افغان حکومت هرکلی کوو او ګډ کار ته ورسره چمتو یو

پنجشنبه ۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۸
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د نوي افغان حکومت د راتلو هرکی کړی وایي، دوی سره ګډ کار ته چمتو دي.
د نوي افغان حکومت هرکلی کوو او ګډ کار ته ورسره چمتو یو
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د نوي افغان حکومت د راتلو هرکی کړی وایي، دوی سره ګډ کار ته چمتو دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان په اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې شفافې ټاکنې او د پایلو اعلان د یونما غوښتنه وه او ټاکنې د افغانانو حق دی.

اعلامیه زیاتوي، چې ملګري ملتونه د افغانستان د نوي حکومت هرکلی کوي او چمتو دي چې ګډ کار ورسره وکړي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي«د کاندیدانو او د هغوي د پلویانو د اندیښنو نه خبر یو.»

خو په وینا یې ملګري ملتونه به د ټولو سیاسي ګوندونو په شمول د افغانستان د ادارو ملاتړ ته دوام ورکړي او د کاندیدانو د غوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره د انتخاباتو د تنظیم ادارو ته بې پرې او تخصصي سلا مشورې ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي