۰

د تاوتریخوالي کمولو تړون ماتونه، طالبانو بلخ کې په زارع ولسوالۍ ډله ییز برید کړی

شنبی ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۴
له شمال څخه راپورونه وايي، د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ د پیل دوه ساعته وروسته طالبانو د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ ډلیز برید کړی دی.
د تاوتریخوالي کمولو تړون ماتونه، طالبانو بلخ کې په زارع ولسوالۍ ډله ییز برید کړی
له شمال څخه راپورونه وايي، د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ د پیل دوه ساعته وروسته طالبانو د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ ډلیز برید کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبر د جمعیت ګوند اجرائیه استاد عطامحمد نور پر خپله فسبوک پاڼه ورکړی ویلي، سره له دې چې د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ د شپې له ۱۲ بجې پیل شوې، خو طالبانو د شپې ۲:۳۰ بجې د بلخ په زارع ولسوالۍ له درې لوریو سخت بریدونه کړي دي.

نوموړي ویلي د دوی تمه دا ده، چې طالبان په خپله کړې ژمنه عمل وکړي او تاوتریخوالی ونه کړي، که نه په وینا یې دا ښيي، چې د طالبانو تحریک یوه منسجمه ډله او تر یوه امر لاندې نه ده.

هغه ټینګار کړي، چې طالبان دې په خپله ژمنه ودرېږي او خلک دې پرېږدي، چې له څلورو لسیزو جګړو او تاوتریخوالي وروسته د څو ورځو لپاره د سولې او آرامۍ څخه خوند واخلي.

په ورته وخت کې د زارع ولسوالۍ ولسوال سیف الرحمان رحماني هم جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې طالبانو د شپې ۲ بجې پر دغه ولسوالۍ حمله کړې او د سهار تر اوو بجو پورې یې له افغان ځواکونو سره جګړه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي، ۹ تنه ټپیان شوي دي.

دغه راز هغه وایي، د طالبانو په دغه برید کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې شپې له ۱۲ بجو راهیسې د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ په ټول پیل شوې ده.

ویل کېږي د دغه اوونۍ له پای ته رسېدو سره سم به د کب په ۱۰ مه د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي