۰
امرالله صالح ځوانانو ته!

د بې هدفه او بې لاس ته راوړنو سیاسیون د خالي شعارونو لپاره خپله انرژي مه ضایع کوی

یکشنبه ۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۵
د ټاکنو د ګټونکي دولت جوړونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح د هېواد پر ځوانانو غږ کړی، چې د بې هدفه او بې لاس ته راوڼو سیاسیون په تشو شعارونو تېر نه وځي او ځان د هغوی د ګتو قرباني نه کړي.
د بې هدفه او بې لاس ته راوړنو سیاسیون د خالي شعارونو لپاره خپله انرژي مه ضایع کوی
د ټاکنو د ګټونکي دولت جوړونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح د هېواد پر ځوانانو غږ کړی، چې د بې هدفه او بې لاس ته راوڼو سیاسیون په تشو شعارونو تېر نه وځي او ځان د هغوی د ګتو قرباني نه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې ټاکنې پای ته رسېدلې او بریالي د ولس په برخه ده نو ځکه ټولو خلکو ته ښايي، چې خپل
ښاغلي صالح ویلي«د هېواد له ځوانانو غواړم چې خپل انرژې دې د بې هدفه او بې لاس ته راوڼو سیاسیونو د غوښتونکو قرباني نه کړي، زه مې سوځي، کله چې و وینم، دغه سیاسیون ستاسو نه راګرځېدونکې لحظې په څومره اسانۍ او ارزانۍ له تاسو اخلي، او کله مو هم په خالي شعارونو له تاسو د خپل شوکت د مجلسونو لپاره ګټه اخلي، جمهوریت د خلکو دی، او اساسي قانون د دغه ملت د وصل اصلي وثیقه ده.»
فکر او احساسات پر مثبت بدلون، ژوند او ټولنې جوړونې ورټول کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې نور باید خلک د پوهې او زده کړې لور ته جدي پام ورواړي، تر څو د هېواد اوسنۍ او راتلونکی نسل د تېرو ناخواولو زنجر بیا ونه څکي.

د صالح په وینا اوسنی وضعیت نور د منلو او زغمولو نه دی او د ټولو مسوولیت دی، چې د دغه ملت د پرمختګ او سوکالۍ لپاره مټې راونغاړي.

دی وايي، دوی له هدفمند پلان او جوړښت سره د خپل هېواد او خلکو خدمت ته مټې بډوهلې، د فقر له منځه وړل د نظام ټینګښت، د انساني کرامت او حقونو دفاع او ستانه یې د کار لومړیتوبونه دي.

هغه ویلي، پر داسې سوله چې د خلکو په خوښه وي او د هغوی ارزښتونه په کې نغښتې وي باور لري او د همداسې یوې تل پاتې سولې لپار، چې د افغانستان د خلکو او خاورې عزت په کې نغښتی وي کار کوي.

ښاغلي صالح د ټاکنو پر سر ځینو سیاسیونو دریځو ته په غبرګون کې پر خلکو په ځانګړي ډول پر ځوانانو غږ کړی، چې ځانونه دې د هیچا د بې هدفه، خالي او شخصي شعارونو نه قرباني کوي، ځکه په وینا یې ټاکنې پای ته رسېدلې او اصلي ګټونکي خلک دي.

نوموړي لیکلي، د خپلو خلکو ادرس ورمعلوم د ، د همدلې ټولنې له لمنې راپورته شوی، د افغانستان د نورو خلکو په شان له درد سره بلد دی، د ټولنې ستونزې
دی وړاندې لیکلي«هېڅ خطر مجاهدینو، قوم، کومې ځانګړې سیمې او یا ډلې ته متوجه نه دی، د بې ځای او فرضي خطرونو په ترسیم سره غواړي څو ورځې نورې هم په صحنه کې مطرح وي، له هغه کس او کړۍ، چې غواړي له تاسو د توکو او اوبو د پوکاڼیو په توګه کار واخلي، پوښتنه وکړي، چې په قدرت کې یې د کلونو شتون لاس ته رواړنې څه دي؟»
د ورځپاڼو او کتاب له پاڼو نه بلکې په ځان او جسم یې تجربه کړې او اوس هم له ټولنې څخه لرې نه دی.

ښاغلي صالح ویلي«د هېواد له ځوانانو غواړم چې خپل انرژې دې د بې هدفه او بې لاس ته راوڼو سیاسیونو د غوښتونکو قرباني نه کړي، زه مې سوځي، کله چې و وینم، دغه سیاسیون ستاسو نه راګرځېدونکې لحظې په څومره اسانۍ او ارزانۍ له تاسو اخلي، او کله مو هم په خالي شعارونو له تاسو د خپل شوکت د مجلسونو لپاره ګټه اخلي، جمهوریت د خلکو دی، او اساسي قانون د دغه ملت د وصل اصلي وثیقه ده.»

دی وړاندې لیکلي«هېڅ خطر مجاهدینو، قوم، کومې ځانګړې سیمې او یا ډلې ته متوجه نه دی، د بې ځای او فرضي خطرونو په ترسیم سره غواړي څو ورځې نورې هم په صحنه کې مطرح وي، له هغه کس او کړۍ، چې غواړي له تاسو د توکو او اوبو د پوکاڼیو په توګه کار واخلي، پوښتنه وکړي، چې په قدرت کې یې د کلونو شتون لاس ته رواړنې څه دي؟»

ښاغلي صالح د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا پر ځوانانو غږ کړي، چې پر ځان باور ولري، خپل فکر ژور وکاروي او نور له بندو پنجرو راووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي