د ولسمشر د یو شمېر نوماندانو شورا وايي، د انتخاباتي بحران څخه د وتلو لپاره دې د نوماندانو تر منځ ګډ حکومت رامنځ ته کړی شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شورا یو تن غړي او نوماند احمد ولي مسعود نن دوشنبې د لیندۍ ۱۱ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د ټاکنو کمېسیون په دې نه شي توانېدلی، چې رایې تفکیک کړی او انتخاباتي بن بست پای ته ورسوي.
نوموړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له یوه انتخاباتي ټیم څخه نه یوازې په ملاتړ تورن کړ، بلکې ادعا یې وکړه، چې کمېسیون د یوه نوماندان په ګټه صندقونه له رایو ډک او اوس یې د پاکولو توان نه لري.
د هغه په وینا د ټاکنو کمېسیون ښايي هغه ټیم بریالی اعلان کړي، چې د ده په وینا ملاتړ یې کوي او یا هم ټاکنې دوهم پړاو ته وغځوي.
احمد ولي مسعود د نوماندانو شورا له دريځ څخه د نوماندانو له لوري د یوه ګډ حکومت د رامنځ ته کولو وړاندیز وکړ، ویلې ویل دغه کډ حکومت به د دې توان هم ولري، چې سیاسي اجتماع جوړه او د سولې پروسه هم ګړندۍ کړي.
په ورته وخت کې د رحمت الله نبیل په مشرۍ د سولې او امنیت ټاکنیز ټيم مرستیال جنرال مراد علي مراد و ویل، چې د مېزان د شپږمې ټاکنې، چې د ده په وینا له ډېرو کمښتو او درغلیو ډګې وې ګټونکی نه لري.
نوموړي زیاته کړه، چې خپله د کمېسیون د ننه هم کمېشنران ژور اختلاف لري او سره لاس او ګرېوان دي، نو په دې صورت کې انتخابات نور هم پېچلي او بحراني کېدی شي.
مراد هم وړاندیز وکړ، چې د ټاکنیز بحران د حل لپاره ښه دا ده، چې یو ګډ مشروع او ټولینز حکومت رامنځ ته او د ټاکنو بحران ته د پای ټکی کېښودل شي.
د نوماندانو شورا یو بل غړي او نوماند شهاب حکیمي هم په مشارکتي حکومت ټینګار وکړ، ویې ویل، دغه ډول حکومت کولی شي، د سولې پروسه هم په ښه ترا مدیریت کړي او روغو ټاکنو ته زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ولسمشرۍ ټاکنو یو بل نوماند ګلبدین حکمتیار هم په ټاکنو کې د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره د یوه موقت حکومت د جوړېدو وړاندیز وکړ.
خو له دې سره سره د ټاکنو کمېسیون وړاندې ټینګار کړی، چې د دوی ټول کارونه بې پرې او د قانون سره سم دي او د هېچا او هېڅ ټاکنیز ټيم فشار ته به غاړه کېنږدي او نه به هم په ټاکنو کې د لاس وهنې اجازه ورکړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش