۰

استاد سیاف د سولې په اړه د ملي اجماع د امکان خبر ورکړی

سی شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۵
جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف له ولسمشر غني، عبدالله، حامد کرزي او محمد حنیف اتمر سره تر لیدونو وروسته د سولې په اړه د ملي اجماع د امکان خبر ورکړی.
استاد سیاف د سولې په اړه د ملي اجماع د امکان خبر ورکړی
جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف له ولسمشر غني، عبدالله، حامد کرزي او محمد حنیف اتمر سره تر لیدونو وروسته د سولې په اړه د ملي اجماع د امکان خبر ورکړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سیاف پرون دوشنبې د ولسمشر غني، عبدالله، کرزي او اتمر سره لیدلي او د هېواد د روان وضعیت او سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

ارګ او اجرائیه ریاست تایید کړې، چې ښاغلي سیاف او ښاغلي کرزي له ولسمشر غني او عبدالله سره لیدلي او پر روانو حالاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

ارګ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر له استاد سیاف او ښاغلي کرزي سره پر سوله او د سولې لپاره د ملي اجماع په اړه خبرې کړې.

خو اجرائیه ریاست بیا ویلي، چې عبدالله له دغه مشرانو سره د ټاکنو د پایلو د اعلان او دغه بحران څخه د راوتلو په اړه خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې حنیف اتمر له استاد سیاف سره د لیدنې په اړه خپل ټویټ کې ویلي، له استاد سره یې د هیواد د روان وضعیت په اړه په ګډو اندیښنو بحث کړی دی.

حنیف اتمر ویلي، استاد سیاف ورسره د روانو مسایلو د حل لپاره په خبرو اترو ټینګار کړی او هوکړه یې ورسره کړې چې د بحران د حل لپاره به په ګډه رول او ونډه ادا کوي.

استاد سیاف هم له دغې لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي، د بحران حل سخت نه دی او ډېر ژر به د سولې په تړاو ملي اجماع رامنځته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي