۰
استاد سیاف، افغان سیاسیون ته!

د سولې فردي هڅې پرېږدي، مذاکراتي ټیم ښه ادرس دی ملاتړ یې وکړۍ

شنبی ۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۴
جهادي مشر پروفیسور عبدالرب الرسول سیاف وايي، افغان سیاسیون د له دې وروسته د سولې فردي هڅې پرېږدي او د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم ملاتړ د وکړي.
د سولې فردي هڅې پرېږدي، مذاکراتي ټیم ښه ادرس دی ملاتړ یې وکړۍ
جهادي مشر پروفیسور عبدالرب الرسول سیاف وايي، افغان سیاسیون د له دې وروسته د سولې فردي هڅې پرېږدي او د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم ملاتړ د وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې استاد سیاف چې نن شنبې د مرغومي ۶ مه د ملي روغې جوړې عالي شورا په دوهم غونډه کې یې وینا کوله، د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال یې د افغان مذاکراتي ټیم له هڅو او یوالي ساتنې ستاینه وکړه او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

ښاغلي سیاف زیاته کړه، چې د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال د مذهب ستونزې رامنځ ته کېدل د دې لپاره و، چې افغان مذاکراتي پلاوی دوه پلې شي خو په وینا یې دغه پلاوي خپل یووالی وساته او په ډېر مدبرانه توګه یې دغه بن بنست مات کړ.

د استا سیاف په خبره افغان مذاکراتي پلاوي کې د سولې کلک اراده شته او ښه به وي، چې په مقابل لوري کې هم د سولې لپاره کلکه ارده شتون ولري، ځکه د قراني ایات شریف پر اساس کله چې د دوه لوریو د مرکه کوونکو تر منځ د سولې اراده موجوده وي، الله ج هغه سوله کوي.

استاد سیاف د باعزته او تل پاتې سولې د خبرو د مخ ته وړلو لپاره افغان مذاکراتي ټیم یو ښه، د ټولو افغان ولس استازی او واضح ادرس وباله او پر سیاسیون، حکومت او ملي روغې جوړې عالی شورا یې غږ وکړ، چې په خپل ټول توان یې ملاتړ وکړي.

نوموړي و ویل«له دوست، د ملک له سیاسیونو او په ټول کې مو له ملت نه غوښتنه دا ده، چې د پلاوي په اړه دوه ټکي مراعات کړي، لومړی دا چې د مذاکراتي پلاوي د کلک ملاتړ وکړي او دویم دا چې پلاوي رسمآ خپل مذاکرات پیل کړي، نو د سولې لپاره د فردي هڅې ودرول شي، هر څوک که کومه خبره لري نو له همدې رسمي چینل څخه ده خپله خبره مطرح کړي او د پلاوی له لارې د خپله خبره ورسوي، دا ځکه چې جانبي هڅې د پلاوي دریځ کمزوری کوي.»

استاد سیاف و ویل، چې سوله د افغان ولس لومړنۍ او اساسي اړتیا ده او د رښتینې سولې لپاره باید افغان ولس سره یو موټی او یو لاس شي.

په دغه غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وینا وکړه او ویلي و، چې د ده په ګډون د ټول ولس غوښتنه او بېړه دا ده، چې افغانستان نور یوې تل پاتې سولې ته ورسېږي.

ښاغلي کرزي د افغان مذاکراتي پلاوي د هڅو ستاینه او منه وکړه او د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

نوموړي د افغان ملي روغې جوړې عالي شورا له هڅو هم مننه وکړه ویې ویل، چې دی د افغانستان د یوه فرد په توګه د رښتینې سولې په برخه کې هر ډول ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی.

د یادونې ده، چې دا د ملي روغې جوړې عالي شورا له جوړېدو وروسته د دغه شورا د رهبرۍ دوهمه غونډه ده، چې تر سره کېږي.

د یادې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د نن په غونډه کې و ویل، چې د ملي روغې جوړې عالي شورا غونډې به دوامداره او پرته له تشریفاتو د تل پاتې او ریښتنې سولې د راتګ لپاره دوام ولري.

ښاغلي عبدالله یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د سولې بین الافغاني خبرې باید د ځای ټاکلو له امله ونه ځنډول شي، بلکې په خپل وخت بېرته پیل شي.

باید و ویل شي، چې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي او طالبانو د مذاکراتي پلاوی تر منځ خبرې له څو ورځو راهیسې درېدلې او ټاکل شوې، چې د مرغومي په ۱۶ مه بېرته پیل شي.

افغان حکومت دوهم پړاو د خبرو له پاره وړاندیز کړي، چې نور د مذاکرات په هېواد کې د ننه تر سره شي او دوی ورته چمتو دي، خو طالبانو تر اوسه ځواب نه دی ورکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي