۰
ټرمپ:

افغانستان کې استخبارات ساتو که طالبانو له سولې سرغړونه وکړه سخت برید به پرې وکړو

چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک بېخي نېږدې شوی خو خبرداری یې ورکړی که طالبان له سولې سرغړونه وکړي سخت برید به پرې وکړي.
افغانستان کې استخبارات ساتو که طالبانو له سولې سرغړونه وکړه سخت برید به پرې وکړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک بېخي نېږدې شوی خو خبرداری یې ورکړی که طالبان له سولې سرغړونه وکړي سخت برید به پرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ یو ځل بیا ویلي، په پام کې لري، چې په افغانستان کې د خپل هېواد د ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راکم کړي، خو استخباراتي دایمي حضور به هلته وساتي.

نوموړي په نوي ډیلي کې د خبرو پر مهال زیاته کړې ده، چې امریکا په افغانستان کې د نظامي ځواک نه بلکې د پولیسو په توګه په کار بوخته ده، چې نور دغه حالت باید پای ته ورسول شي.

هغه ویلي« امریکا د سیمې پولیسه نه ده، نه هم قانون پلې کوونکې ده، افغانستان د مسایلو ځاله ده، نو پرې څار ساتلو لپاره به هلته خپل استخباراتي حضور وساتو.»

په ورته وخت کې ټرمپ دا هم ویلي، چې امریکا به خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي خو طالبانو ته یې خبرداری ورکړی، که له سولې سرغړونه وکړي سخت بریدونه به پرې وکړي.

ټرمپ زیاته کړې« موږ که له دغه هیواده ووځو نو دوی یعني طالبانو ته وایوو که هره سرغړونه مو وکړه، سخت برید به درباندې وکړو.»

د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې د افغانستان د سولې هڅې له ډېرو لوریو ستایل شوې دي او له طالبانو سره د سولې تړون ډېر نېږدې دی تر څو د دغه هېواد ۱۹ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ مخ په خلاصېدو ده او ټاکل شوې، چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۹ مه د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي