۰

تینج: نړیواله ټولنه افغانستان کې د ایتلافي حکومت رامنځ ته کول غواړي

پنجشنبه ۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۵
د جنبش ګوند ویاند او د ثبات او همپالنې ټیم ارشد غړی بشیراحمد تینج وایي، نړیواله ټوله چې په سر کې یې امریکا ده غواړي افغانستان کې ایتلافي حکومت جوړ شي.
تینج: نړیواله ټولنه افغانستان کې د ایتلافي حکومت رامنځ ته کول غواړي
د جنبش ګوند ویاند او د ثبات او همپالنې ټیم ارشد غړی بشیراحمد تینج وایي، نړیواله ټوله چې په سر کې یې امریکا ده غواړي افغانستان کې ایتلافي حکومت جوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته چې ولسمشر غني په کې بیا ګټونکی او د ولسمشرۍ وثیقه یې تر لاسه کړه د ثبات او همپالنې او یو شمېر نورو ټیمونو د پایلو له اعلان سره مخالفت وښوده او ویې نه منلې.

دغه ټاکنیزې ناندرۍ تر دې حده ورسېدې، چې د ثبات او همپالڼې ټیم مشر عبدالله عبدالله د موازي حکومت جوړلو خبر ورکړ، د لوړې مراسمو لپاره یې په چمتوالي لاس پورې کړ او ان ځینو ولایتونو ته یې له وخت مخکې والیان وټاکل.

ټاکنیزې ناندرۍ پر همدې ځای پاتې نه شوې ان د کورنیو او بهرنیو سیاسیونو او چارو پښه یې د حل لپاره ورکش کړ.

تر دغه دوه اونیو کشمشکونو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي پرون په یوه ټوېټ کې و ویل، چې د ټاکنو پروسه پای ته رسېدلې، ولسمشر غني بریالی دی او ټول شموله حکومت به جوړ شي.

خو سوال دا دی، چې د ثبات او همپالنې ټیم چې له وړاندې یې د ټاکنو پایلې نه دي منلې او د موازي حکومت د جوړلو خبره یې کړې، د خلیلزاد له ټوېټ وروسته هم په خپل دریځ ولاړ دی، که کوم جوړجاړی یې کړی دی.

د ثبات او همپالنې ټیم لومړي مرستیال بابر فرهمند په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د دوی او دولت جوړونکي ټیم تر منځ د ټاکنو پر سر د لانجې د حل لپاره د خلیلزاد په منځګړیتوب خبرې پیل شوې دي.

په ورته وخت کې د جنبش ګوند ویاند او د ثبات او همپالڼې ټیم بل ارشد غړی بشیر احمد تینج وايي، دوی له دولت جوړونکي ټیم سره کوم جوړجاړی نه دی کړی.

د هغه په وینا خلیلزاد ویلي، چې ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی دی، خو دا یې هم ویلي، چې ښاغلي غني د ټاکنو کمېسیون بریالی اعلان کړی دی.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته و ویل«د خلیلزاد ټوېټ د هغه خپل شخصي نظر دی، اصلي موقف د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دی، چې کاملآ د خلیلزاد له ټوېټ سره په تضاد کې دی، خو که د امریکا دیځ هم همدا وي، چې غني ګټونکی دی، نو موږ هېچا ته اجازه نه ورکو، چې زموږ مشروع حق له پامه وغورځوي.»

تینج اوس هم ټینګار کوي، چې د ثبات او همپالنې ټیم بریالی دی او د دوی رایې د ولسمشر غني په پرتله زیاتې وي، خو دا چې د ده په وینا دولت جوړونکي ټیم د ټاکنو کمېسیون برمته کړی او یوه انتخاباتي کودتا یې کړې دوی ته د منلو نه دی.

دی وایي، کله چې دولت جوړونکی ټیم او د ټاکنو کمېسیون خپل ژمنې ماتوي، په دې صورت کې ثبات او همپالنې ټیم ته لار خلاصه ده، چې د سولې له تړون وروسته د لوړې مراسم پر ځای کړي او خپل والیان معرفي کړي.

نوموړي د دغه پوښتنې په ځواب کې چې خلیلزاد له ټول شموله حکومت څخه خبرې کوي مانا یې دا ده، چې ملي یووالي حکومت ته ورته حکومت جوړېږي که څنګه و ویل«رښتیا هم زموږ نړیوال همکاران ښه پوهېږي، چې غني په یوازې سر حکومت نه شي جوړولی، مګر دا چې ټول اړخونه په کې تصمیم ونیسي، نه د ملي یووالي د حکومت په څېړ چې په ظاهر کې ملي و خو په باطن کې ښاغلي غني د یوه دیکتاتور عمل کولو، پر دې اساس نړیواله ټولنه پوه شوې، چې یو ټول شموله حکومت چې هېڅ سیاسی لوری ترې پاتې نه وي جوړ شي.»

هغه زیاته کړه، چې له عبدالله سره د خلیلزاد په لیدونو کې هم دا خبره په جدیت مطرح شوې، چې غني په یوازې سر او خپله خوښه حکومت جوړ کړي او نور څنډې ته کړي.

تینج دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د خلیلزاد له دې ټوېټ وروسته چې د ټاکنو پروسه پای ته رسېدلې، غني بریالی دی او ټول شموله حکومت به جوړ شي، د ولسمشر غني ارشد سلاکار شاه حسین متضوي په یوه لنډ ټوېټ کې لیکلي، چې د ملي یووالي حکومت نه رامنځ ته کېږي، موازې حکومت نه رامنځ ته کېږي او د ولسمشر غني د لوړې مراسم به تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي