د ملي جنبش ګوند مشر مارشال دوستم ته نږدې کسانو تائيد کړې چې نوموړي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په ترکيه کې له ليدنې ډډه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې؛ د جنبش وياند احسان نيرو وايي، مارشال دوستم چې په ترکيه کې اوسېږي، امير خان متقي د پرېکړو وړ نه ګڼي او له همدې امله يې له هغه سره له ليدو ډډه کړې ده.
نوموړي رسنیو ته ویلي«موږ دا راپور تاییدوو، د غونډې د تنظیم لپاره هڅې شوې دي. خو مارشال نظر دی چې ښاغلی متقي د بنسټیزو پریکړو په کولو کې مهم رول نه لري نو ځکه یې له لیدو ډډه وکړه.»
امیرخان متقي د انتالیا د دیپلوماسۍ په سرمشریزه کې د ګډون لپاره له څو ورځو راهیسې ترکیې ته تللی دی.
متقي د سه شنبې په ورځ په انقره کې د افغانستان له سفارته هم لیدنه وکړه او د دې تر څنګ یې له یو شمېر افغانانو سره هم ولیدل.
د یادولو وړ ده چې مارشال دوستم د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط راهیسې په ترکیه کې دی.
جمهورخبري آژانس:کابل