کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د لنډ مهال لپاره یې افغانانو ته د ویزې ورکولو لړۍ درولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد سفارت مطبوعاتي څانګي کارکوونکو نن چهارشنبې د کب ۲۲ مه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ښايي دغه ګام یې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه کړی وي.
ویل کېږي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت د ویزې ورکولو د برخې یو کارکوونکي کېد کرونا ویروس د ناروغۍ نښې لیدل شوي دي او تر دې وروسته سفارت د ویزو د نه ورکولو پرېکړه کړې ده.
د یادونې ده، چې په کابل کې د پاكستان سفارت هره ورځ سلګونه افغانانو ته ویزې ورکولې چې په دې وروستیو کې یې فعاليتونه ټکني او په اړه یې د خلکو شکایتونه ډېر شوي دي.
پر کابل سربیره په جلالاباد، هرات، مزار شریف او کندهار ښارونو کې هم د پاکستان قونسلګرۍ افغانانو ته ویزې ورکوي، خو بیا هم ډېری افغانان له دې بهيره خوښ نه دي.
جمهورخبري آژانس:کابل