۰

له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوی لېست خپور شوی دی

یکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۲
ځینې رسنیو راپور ورکړی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوی نوملړ له سیاسیون سره شریک کړی دی.
له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوی لېست خپور شوی دی
ځینې رسنیو راپور ورکړی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوی نوملړ له سیاسیون سره شریک کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لېست چې نن یکشنبې د کب ۲۵ مه په خواله رسنیو هم خپور شوی ویل کېږي خلیلزاد له سیاسیون سره شریک کړی دی.

په دغه لېست کې د باتور دوستم، کریم امین، ضرار احمد مقبل، محمد ناطقي، رسول طالب، حبیبه سرابي، کلیم الله نقیبي، جنرال ایوب انصاري، اورځلا نعمت، نادر نادري، متین بیګ، زینب موحد، عنایت الله بلیغ، شریفه زرمتي وردګ او عبدالهادي ارغندیوال شامل دي.

په ورته وخت کې په ستراتېژیکه اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر هم تایید کړې، چې د طالبانو سره د مرکچي پلاوی لېست بشپړ شوی دی.

هغه زیاته کړې«نوملړ وروستی شوی او طبعاً وروستی شوی خو جزییات د مذاکراتو د نېټې له ځانګړي کېدو سره اعلانوو.»

خو دا چې رسنیو ته راوتلی لېست په رښتیا هم د مرکچي پلاوی نوملړ دی که نه تر اوسه حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان ولسمشر د حوت یا کب په ۱۹مه د لوړې په مراسمو کې ویلي و چې، له طالبانو سره به مذاکره کونکی پلاوی د حوت په شلمه اعلان شي خو تر اوسه هم د دغه پلاوي د جوړېدو په اړه کومه خبره نه شته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي