ټایمز آف اینډیا وايي، د سیمې هېوادونه هڅه کوي د سولې په پروسه کې خپل نفوذ وساتي او دا ښايي د افغان سولې پروسه ناکامه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټایمز آف اینډیا په یوه مطلب کې لیکي د افغانستان د سولې پروسه مهمې مرحلې ته رسېدلې ده نو د سیمې هېوادونه هڅه کوي د خپلو رقابتونو او ګټو د پاللو لپاره په دې پروسه کې خپل اغېز ولري.
په مطلب کې ټینګار شوي، چې د سیمې د هېوادونو د نفوذ هڅه او لاسوهنه ښایي د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي.
د لیکوال په بارو پاکستان، ایران، هند او روسیه هر یو په دې هڅه کې دی چې د سولې چارې د دوی له خوښې سره سم مخ ته لاړې شي نو دا مسئله کېدای شي دغه پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي چې په دې توګه به یې زیان افغانستان ته واوړي.
دغه نشریې پر پاکستان تور لګولی چې هڅه کوي د سولې خبرې د دوی په خوښه مخ ته لاړې شي او په خبره یې طالبان هم په دې برخه کې د اسلام اباد تر پوره اغېز لاندې دي.
جمهورآژانس: کابل