۰

پاکستان د تورخم دروازه په مکمل ډول تړلې ده

دوشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۳
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په مخ وتړله.
پاکستان د تورخم دروازه په مکمل ډول تړلې ده
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په مخ وتړله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی د دغه خبر د پخلي تر څنګ وایي، پاکستان نن دوشنبې د کب ۲۶ مه دغه دروازه د هر ډول تګ راتګ په مخه وتړله.

نوموړي زیاته کړه، چې پر دروازه ولاړ پاکستاني ځواکونه هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د یادونې ده، چې پاکستان څو ورځې وړاندې خبر ورکړی و، چې د کرونا ویروس د مخینوي په موخه به سر له دوشنبې افغانستان او ایران سره ټولې دروازې وتړي.

د تورخم دروازې تر تړل کېدو مخکې پاکستان د روانې مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه په کندهار کې د چمن - سپین بولدک لار هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

دغه هیواد همدارنګه د کرونا ویروس د انتقال د مخنیوي په هدف په هرات کې د خپلې قونسلګرۍ د وېزې ورکولو څانګه هم د ۱۵ ورځو لپاره تړلې ده.

تر دې مخکې د منځنۍ اسیا درې هیوادونو ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هم د کرونا ویروس د انتقال د مخنیوي په هدف له افغانستان سره خپل د تګ راتګ پولې بندي کړي دي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي د دې سره سره چې له ترکمنستان سره تګ راتګ بند شوی، سوداګریزه راکړه ورکړه لا روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۲۱ ته ورسېد چې د روغتیايي چارواکو په وینا ټول یې له ایران څخه دغه هیواد ته داخل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي