۰

د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتي، چې افغانستان پرېږدي

چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۰
کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په افغانستان کې له امریکايي وګړو غوښتي، چې له دغه هېواد څخه ووځي.
د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتي، چې افغانستان پرېږدي
کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په افغانستان کې له امریکايي وګړو غوښتي، چې له دغه هېواد څخه ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سفارت دغه اعلان په هغه اعلامیه کې کړی، چې پرون سه شنبې د کب ۲۸ مه یې ماښام مهال خپره کړې ده.

د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی د خپلو وګړو د روغتیا او امنیت په اړه اندېښنه لري، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دوی د امریکايي وګړو لپاره د قونسلۍ ټول خدمات هم تر بلې خبرتیا پورې ځنډولي دي.

دغه راز په اعلامیه کې له امریکايي وګړو غوښتنه شوې، چې له تجارتي الوتنو ګټه وکړي چې دا مهال په عادي ډول روانې دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي