۰

ولسمشرغني: په نوي حکومت کې هېڅ راز اختلاف نشته دی

یکشنبه ۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۶
ولسمشر غني وایي، د ده په مشرۍ نوی جوړ شوی حکومت د ټولو ملي مسایلو په اړه یوه خوله دی او هېڅ راز اختلاف نشته دی.
ولسمشرغني: په نوي حکومت کې هېڅ راز اختلاف نشته دی
ولسمشر غني وایي، د ده په مشرۍ نوی جوړ شوی حکومت د ټولو ملي مسایلو په اړه یوه خوله دی او هېڅ راز اختلاف نشته دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني تېره شپه په یوه خپاره کړي پیغام کې وویل چې د کابینې لومړنۍ غونډه یې هم کړې ده او په هغه کې یې پر یو لړ مسایلو بحثونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټاکنیزو مسایلو د حل لپاره یې د نوې کابینې جوړول تر یوه وخته ځنډولي دي نو له همدې امله به اوسنۍ کابینې سره کار ته دوام ورکو.

ښاغلي غنیي وايي، په هغه نوي‌ حکومت کې چې تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ده په مشرۍ کې رامنځته شوی دی هېڅ سیاسي، سلیقوي او شخصي اختلاف نشته.‌

ولسمشر غني ټینګار کړی چې دا ډله کولی شي ولس ته د خدمت بهیر لا ګړندی کړي‌ او دولتي نظام له فساد، تعصب او نورو ستونزو پاک کړي.

نوموړی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې لا هم د ثبات او همپالنې ټیم او پخواني اجرائیه رییس سره پر ټاکنو ناندرۍ روانې دي.

عبدالله د ټاکنو پایلې نه مني، ځان ته یې د ټول شموله په نوم حکومت جوړ کړی او د همدې حکومت د مشر په توګه یې لوړه هم وکړه.

له دې سره تر څنګ ویل کېږي، پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف یو ځل بیا د ولسمشر غني او عبدالله د جوړ جاړي هڅې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي