۰

کابل کې د هندوانو په درمسال برید د بریګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد

چهارشنبه ۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۱
ځانګړي ځواکونه وايي، پلازمېنه کابل کې د اهل هنود (سکانو) پر درمسال ډلیز وسله وال ځانمرګی برید د څلور واړه بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده.
کابل کې د هندوانو په درمسال برید د بریګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد
ځانګړي ځواکونه وايي، پلازمېنه کابل کې د اهل هنود (سکانو) پر درمسال ډلیز وسله وال ځانمرګی برید د څلور واړه بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څلور تنه وسله والو ځانمرګو بریدګرو نن چهارشنبې د وري ۶ مه سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل ښار د شور بازار په سیمه کې د سکانو یوه درمسال ته ننوتل او برید یې پیل کړ.

د کورنیو چارو وزارت وايي د برید له پیل سره سم افغان ځانګړي ځواکونه هم سیمې ته ورسېدل او له وسله والو سره په نښته کېوتل.

د ځانګړو ځواکونو او بریدګرو تر منځ جګړې شپږ ساعته دوام درلود، چې په پای کې د څلور واړه بریدګرو په وژل کېدو سره دغه نښته پای ته رسېدلې ده.

تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو ځینې امنیتي سرچینې وايي، په دغه برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي، د پېښې له ځایه روغتون ته یو وژل شوی او ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي.

په ورته وخت په ولسي او مشرانو جرګه کې د اهل هنودو استازي نریندرسنګ خالصه او انارکلي هنریار وایي، په دغه درمسال کې د هندوانو مذهبي مراسم روان و، چې برید پرې شوی دی.

د دوی په وینا د عبادت پر مهال دغلته تر تر ۱۵۰ پورې کسانو شتون درلود، چې مرګ ژوبله هم لري، خو کره معلومات یې نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو وسله والو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي