۰

ایران کې کرونا ویروس ۵۰ افغانان هم وژلي دي

دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۵
ایران کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت استازی وايي، په ایران کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه پورې ۵۰ افغانانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
ایران کې کرونا ویروس ۵۰ افغانان هم وژلي دي
ایران کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت استازی وايي، په ایران کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه پورې ۵۰ افغانانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایران کې په افغان سفارت کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت استازي دا هم ویلي، چې تر ۱۰۰ پورې نور افغانان هم په دغه ویروس اخته شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت اتشې سید ابراهیم حجازي وايي، دغه شمېر غیر رسمي دی او تر اوسه د ایران دولت په رسمي ډول دوی ته معلومات نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې هم افغان سفارت ویلي و، چې د ایران حکومت له دوی سره په کرونا ویروس د اخته افغان کډوالو معلومات دوی ته نه دي ورکړي.

ایران کې د افغان کډوالو اتشه حجازي زیاتوي، چې په کرونا ویروس اخته افغانان تر ډېره د ایران په قم ښار کې، چې د دغه ویروس د خپرېدو اصلي مرکز دی ثبت شوې دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې تر اوسه پورې ځینو نړیوالو بنسټونو، خیره موسیسو او ځینو کسانو مرستې کړې چې پر زیانمن شویو کسانو ویشتل شوې دي.

د یادونې ده، چې تر امریکا، ایټالیا، چین، هسپانیه وروسته کرونا ویروس په ایران کې ډېره مرګ ژوبله اړولې  ده.

باید و ویل شي، چې افغانستان ته هم د کرونا ویروس د هغه کډوالو له خوا راوړل شو، چې په ایران کې یې ژوند او کار و بار کاوه.

اوس په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ تنو ته رسېدلی،  چې تر ټولو یې ایران ته نېږدې په هرات ولایت کې  دي.

په دغه ولایت کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۶ تنو ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل




 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي