۰

اروزګان کې د کرونا ناروغې د درملنې روغتون پرانستل شو

چهارشنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۷
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې په موخه ۲۰ بستریز روغتون پرانېستل شو.
اروزګان کې د کرونا ناروغې د درملنې روغتون پرانستل شو
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې په موخه ۲۰ بستریز روغتون پرانېستل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریيس ډاکټر محمد الله روحاني د یاد روغتون د پرانېستې پر مهال ویلي، دې روغتون کې به د کرونا تشخیصه لابراتوار هم فعال کړي.

نوموړي زیاته کړې، دا چې نړۍ د کرونا د نوې بڼې 'اومېکرون' له ګواښ سره مخ ده، نو اړ شو چې د کرونا پر ویروس د اخته ناروغانو د درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیزي.

روحاني زیاته کړې، دغه ولایت کې یې په درېیو ورځو کې د کرونا ۲۳۸ نمونې اخیستي دي چې ۱۹ یې مثبت شوي او ۱۴۷ منفي دي.

دی وایي، دغه ولایت کې زیات شمېر نور کسان هم په کرونا ویروس اخته دي، خو د نمونو لپاره روغتون ته راځي.

په ورته وخت کې د ترینکوټ د ولایتي روغتون رییس ډاکټر غلام حیدر حسامي ویلي، په نږدي راتلونکو ورځو کې په یاد روغتون کې د اکسیجن د تولید ماشین هم فعال شي چې په اوسط ډول د ورځې له ۴۰ نیولی تر ۴۵ بالونو پورې به اکسیجن تولید کړي.

په ارزګان ولایت کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسؤل ډاکټر معروف خېل وویل، له دې وړاندې د کرونا د وارډ د مسولینو د بې غورۍ له امله وتړل شو چې اوس بیا پرانېستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال دغه ولایت کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره نوی روغتون جوړیږي چې کارونه یې شااوخوا ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي