۰

ولسمشر غني په بېوزلو د وچې ډوډۍ د وېش امر کړی

چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۱
په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي بېکارۍ او خراب اقتصادي وضعیت له امله افغان حکومت د نانوایانو له لارې اړمنو کورنیو ته د ډوډۍ د وېش لړۍ پیلوي.
ولسمشر غني په بېوزلو د وچې ډوډۍ د وېش امر کړی
په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي بېکارۍ او خراب اقتصادي وضعیت له امله افغان حکومت د نانوایانو له لارې اړمنو کورنیو ته د ډوډۍ د وېش لړۍ پیلوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر محمد اشرف غني د امر سره سم ټاکل شوې دغه پروګرام سر له نن چهارشنبې په کابل کې پيل شي چې وروسته به نورو ولایتونو ته وغځول شي.

ولسمشر غني پرون سه شنبې د غوايي ۹ مه ملت ته په پیغام کې و ویل، چې یاده وچه ډوډۍ به د حکومت لخوا خلکو ته ورکول کیږي.

ښاغلي غني زیاته کړه«دغه وسیع برنامه سر له سبا له کابل څخه پیلېږي او په پام کې ده چې د همدې اونۍ تر پایه پورې هرات، مزارشریف، کندهار، کندز او جلال اباد ښارونو کې هم پیل شي او ورپسې به ډېر ژر ټول ولایتونه له دغو مرستو څخه مستفید او برخمن شي.»

نوموړي زیاته کړې که څه هم د کرونا له امله رامنځته شوي اقتصادي ستونزې د وچې ډوډۍ د وېش له لارې نه هواریږي بلکې افغان حکومت خلکو ته د کار پیداکولو ځینې نورې پروژې هم په پام کې نیولي دي.

ښاغلي غني د جوماتونو له امامانو، ښاروالانو او وکیلانو څخه غوښتي چې د اړمنو او بې وزلو خلکو د لېستونو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي، تر څو اړمن خلک له یاد بهیر څخه برخمن شي.

د اپه داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې د کار او بار ټولې چارې ټکنۍ شوي چې ورسره ګڼ شمېر خلک هم بېکاره شوي دي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي