۰

د کرونا له امله د ودونو سالونونه بیا ونړل شول

سی شنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۵
افغان کابینې په هېواد کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې له وېرې یو ځل بیا په هېواد کې د ودونو په ټولو سالونونو بندیز لګولی دی.
د کرونا له امله د ودونو سالونونه بیا ونړل شول
افغان کابینې په هېواد کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې له وېرې یو ځل بیا په هېواد کې د ودونو په ټولو سالونونو بندیز لګولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پرېکړه پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۷ مه د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې شوې ده.

په دغه غونډه کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وشوې او عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وشوه، چې له دغه ناورغۍ سره د مبارزې په خاطر مشخصه کړنلاره ترتیب او ولسشمرۍ مانۍ ته یې وړاندیزونه وکړي.

غوندې کې یاد وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتېژیکو او عامه اړیکو اداره موظف شول چې هېوادوالو ته د کرونا ویروس دویمې څپې خپرېدو په اړه د اطلاع رسولو او عامه پوهاوي برنامو او د وزارتونو، دولتي ادارو، علمای کرامو، ټولنیزو بنسټونو او رضاګارو په همکارۍ دې په سرپټو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې له ماسک څخه د استفادې سرتاسري کمپاین د پیل په موخه، اقدام وکړي.

په دې غونډه کې د کابینې د مخکېنۍ پرېکړې مطابق د عامې روغتیا وزارت د وړاندیز پر بنسټ د ودونو د صالونونو د فعالیتونو بندول هم تایید شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي