ولسمشر غني د اقتصاد په عالي شورا کې امر کړی چې ننګرهار او کندهار ته دې سل میلیونه افغانۍ د کورونا پر ضد د مبارزې لپاره واستول شي.
ولسمشر دا امر نن سه شنبه د وري ۱۲مه د اقتصاد عالي شورا په ناسته کې کړی او ویلي یې دي، د هېواد هر زون باید د کورونا د تشخیص لپاره مجهز لابراتوار ولري.
ولسمشر همدا راز ویلي، پنځوس – پنځوس میلیونه افغانۍ دې ننګرهار او کندهار ته ورکړل شي چې د کورونا پر ضد د مبارزې په لومړیتوبو او میکانیزمونو یې مصرف کړي.
هغه زیاته کړې حکومت به هغو خصوصي کمپنیو ته خاصې اسانتیاوې برابرې کړي چې په هیواد کې د غوړیو او لومړنیو خوراکي توکو د تولید په کاروبار پانګونه وکړي تر څو د کورونا په مخنیوي کې له ولس سره منظمه مرسته وشي.
ولسمشر غني په داسې مهال ننګرهار او کندهار ته سل میلیونه افغانۍ د کورونا پر ضد مبارزه کې ورکوي، چې تر دې وړاندې يې هرات ته ۴۰۰ میلیونه افغانۍ منظور کړې وې.
افغان حکومت د کورونا پر ضد مبارزې لپاره ټول ټال ۲۵ میلیونه ډالرجلا کړې دي او امریکا هم ورته ۱۵ میلیونه ډالر ورکوي.
همدا راز به چین او جرمني هم له افغانستان سره د کورونا پر ضد مبارزه کې د وسایلو او تجهیزاتو مرستې وکړي.
د یادونې ده، چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۷۴ تنو ته رسېدلي، چې څلور ترې مړه شوي او پنځه نور رغېدلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل