۰

کابل کې یو پيلوټ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۰
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د افغان هوايي ځواک یو پیلوټ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
کابل کې یو پيلوټ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د افغان هوايي ځواک یو پیلوټ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼه کې په خپرولو سره ویلي، پرون شپه د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې په اړوند قلعه فتح الله سیمه کې دوه تنه د یو کس د تښتونې پر مهال نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي یادو کسانو غوښتل له وسلو او همر ډوله موټر څخه په استفادې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند پرتو سیمو کې د هوايي ځواکونو یو پيلوټ وتښتوي.

خو په وینا یې د پولیسو د پر وخت او چټک اقدام په پایله کې دواړه انسان تښتوونکي نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، له دې کسانو څخه یو عراده همر موټر، یو میل کلاشینکوف، درې عدده شاجورونه او یو اندازه نشه يي څښاک د پولیسو لاسته ورغلي دي.

د نیول شویو کسانو دوسیې د پولیسو تر لا زیاتو څېړنو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي