۰

ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي

پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي دغه سازمان د افغان سولې بهیر سره د مرستې په هدف په افغانستان کې خپل پوځي حضور کموي.
ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي دغه سازمان د افغان سولې بهیر سره د مرستې په هدف په افغانستان کې خپل پوځي حضور کموي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ پرون چهارشنبې د اپریل لومړۍ(وري۱۳) د یاد سازمان د وزیرانو شورا په غونډه کې دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې د خپل پوځي حضور کمېدو سره سره به ناټو په دغه هیواد کې د سولې او تلپاتې ثبات په اړه خپل ژمنتیا وساتې.

هغه زیاته کړه« تر اوړي پورې موږ باید ۱۲زره سرتېري په هغه هېواد«افغانستان» کې ولرو، د لا کمېدو په اړه نور هیڅ تصمیم نه دی نیول شوی، زموږ ټول ګامونه به شرایطو ته په کتو وي.»

د ناټو سرمنشي د افغانستان وضعیت ستونزمن وباله او زیاته یې کړه هغه وخت رسېدلی چې طالبان او نور سیاسیون په دې اړه خپل مسؤلیت ادا کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ ویلي«ټول احزاب باید روغوونکي اقدامات وکړي، د هغوی ژمنو ته احترام وکړي او دا ډاډ تر لاسه کړئ چې بین الافغاني مذاکرات کېدلای شي پيل شي.»

نوموړي د سولې پر مذاکراتو د روان سیاسي کړکېچ د اغېز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په افغانستان کې روان کړکېچ د ټولو افغانانو پر وضعیت تاثیر کوي.

هغه زیاته کړه«زه په کابل کې له افغان سیاسیونو غواړم چې حل لاره پیدا کړي، د دې لپاره چې موږ یو پیاوړي حکومت او ژمنو افغانانو ته اړتیا لرو چې له طالبانو سره واقعي سولې ته د رسېدو لپاره مذاکرات وکړي، دا په افغانانو پوري اړه لري، په اخیر کې افغانان باید د خپل راتلونکي مسؤلیت واخلي.»

د ناټو سرمنشي همدارنګه د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک له مخې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي