د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي، د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو دا تړون له افغان ځواکونو سره دوامداره همکاریو ته ژمن دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون د غبرګولي ۵ مه د پرتګال له لومړي وزیر انتونیو کاستا سره په پلازمېنه لېزبن کې په یوه خبري غونده کې کړې دي.
په دغه خبري ناسته کې د ناټو سرمنشي او د پرتګال صدراعظم د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې.
سټولټنبرګ زیاته کړه، چې له افغانستان د ځواکونو ایستل په همغږۍ دوام لري او د دغه هېواد په اړه یې د پرتګال له صدراعظم سره هم خبرې کړې دي.
نوموړي ټینګار سره و ویل، ناټو له افغانستان سره دوامداره همکاریو ته ژمنه ده چې په دې کې د افغان ځواکونو روزنه او د هغوی مالي ملاتړ شامل دی.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ دا هم و ویل، چې ناټو سازمان د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې افغانستان کې د باثباته سولې لپاره وي.
جمهورخبري آژانس:کابل