۰
استاد سیاف:

تمه ده، د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ اختلافات حل شي

پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۶
د سیاسیونو له خوا د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رییس تر منځ د اختلاف حل ته هڅې روانې دي او استاد سیاف تمه ښودلې، چې دغه احتلاف به حل شي.
تمه ده، د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ اختلافات حل شي
د سیاسیونو له خوا د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رییس تر منځ د اختلاف حل ته هڅې روانې دي او استاد سیاف تمه ښودلې، چې دغه احتلاف به حل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې استاد سیاف ویلي، دوی هڅې پیل کړې، چې  دغه اختلافاتو ته ژر حل لار پیدا کړي او په وینا یې تمه ده، چې حل به شي.

ښاغلي سیاف نن پنشنبې  د وري ۱۴ مه په تازه څرګندونو کې ویلي«ګرانو دوستانو په دې ورځو کې خپل قلمونه او ژبې تر ډېره د ملي یووالي، همغږۍ او د اختلافاتو د له منځه وړولو په برخه کې وکاروي، په دې لار کې مو خپل نیت صاف کړی او د یو د بل له ملامتولو څخه مه وېرېږۍ.»

نوموړي پرون هم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي و، چې یو شمېر سیاسیونو د سیاسي اختلافاتو د حل په موخه له ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي وو.

استاد سیاف تمه ښودلې، چې دغه هڅې به مثبت رانګ راوړي او روان سیاسي کړکېچ ته به د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د نوي کابینې په معرفي کولو لاس پورې کړی او تر اوسه یې یوازې د مالیې وزارت لپاره عبدالهادي ارغندیوال د نوماند او سرپرست وزیر په توګه ټاکلی.

دغه راز یې د ملي امنیت عمومي ریاست لپاره هم نوماند او سرپرست ټاکلی دی.

خو د عبدالله ویاند د ولسمشر غني دغه ګمارنې پاروونکې بللې وايي، په دې  سرهه به هغه مذاکرات چې د دوی او ارګ تر منځ روان دي زیان وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي