په کابل کې د امریکا سفارت د ولسمشر غني د یوه ساتونکي په وژلو خواشني ښودلې او ویلي یې دي، چې د هغه قاتلین باید ونیول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني د ساتونکي قیام مقصودي د قاتلینو د نیولو غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي پي پي ایس ځواکونو یو وړ امنیتي، مسلکي او ریښتینی افسر له لاسه ورکړی. او افغانستان به د هغه اتلولي و میړانه یاده ساتي، خو غږ یې هم کړی چې د هغه قاتلین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین منلې چې وسله والو په یو کمین کې د جمعې په ماسختن اته نیمو بجو د پي پي ایس پر دوو کارکوونکو ډزې کړې دي چې په ترڅ کې یې قیام مقصودي وژل شوی او یو بل ژوبل دی.
آرین زیاته کړه چې د برید په اړه تحقیقات روان دي خو تر دې دمه کوم فرد یا ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.
جمهورخبري آژانس:کابل