۰

د امنیت شورا: د طالبانو یو برید هم بې ځوابه نه پرېږدو

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۰۰
وروسته له هغې چې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی، د افغانستان د امنیت شورا وايي، د طالبانو یو برید به هم بې ځوابه پرې نږدي.
د امنیت شورا: د طالبانو یو برید هم بې ځوابه نه پرېږدو
وروسته له هغې چې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی، د افغانستان د امنیت شورا وايي، د طالبانو یو برید به هم بې ځوابه پرې نږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن دوشنبې د وري ۱۸ مه په خپل ټوېټر لیکلي افغان ځواکونه له تېرو څو اونیو راهیسې په دفاعي حالت کې دي، خو طالبانو پر دوی خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو بریدونه کولی شي د افغانستان د سولې پروسې ته زیان ورسوي او خنډونه رامنځ ته کړي.

هغه لیکلي«په زابل او بدخشان کې د طالبانو بریدونه بېځوابه نه پرېږدو، موږ د خپلو نړیوالو همکارانو په مرسته طالبانو ته قوي ځواب ورکوو، اوس مسؤلیت وسله والو طالبانو ته متوجه دی چې د سولې په طرف ګامونه اخلي او یا هم خپل تاوتریخوالي او بریدونو ته دوام ورکوي.»

فیصل زیاته کړې، چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د دواړو لورو د بندیانو خلاصولو په اړه په کابل کې خبرې روانې دي چې په وینا یې طالبان باید تاوتریخوالی بند کړي او د سولې په اړه خپل ژمنتیا ثابته کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې امریکا او د هغوی کورنیو بهرنیو همکارانو له دغه ډلې سره د سولې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.

د طالبانو تر اعلامیې وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وویل چې دوی د دوحې تړون په اساس ټولو پوځي اصولو ته ژمن دي او په دې اړه یې د طالبانو ادعا رد کړه.

سوني لګټ ویلي که چیري وسله وال طالبان د هغوی پر افغان همکارانو برید وکړي دوی یې دفاع کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي