ملي امنیت او پولیسو په ګډو عملیاتو کې د جنوبي او ختیځې اسیا لپاره د داعش ډلې رهبر، دغه ډلې د عامه اړیکو مسوول او استخباراتي مشر نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت په ګډه اعلامیه کې، چې نن دوشنبې د غوايي ۲۲مه خپره شوې راغلي، چې دغه داعش مشران د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان ځواکونو د داعش د څلورو لوړ پوړو غړو، چې دا مهال بندیان دي، د معلوماتو پر اساس د داعش پر نورو غړو دغه عملیات تر سره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د جنوبي او ختیځې آسیا لپاره د داعش ډلې مشر ضیاالحق مشهور په شیخ ابو عمر الخراساني، د یادې سیمې لپاره د داعش د عامه اړیکو مسوول صهیب او د جنوبي او ختیځې اسیا لپاره د داعش استخباراتي مسوول ابو علي نیول شوي دي.
ملي امنیت دا نه دي ویلي، چې دا کسان چېرته او کله نیول شوي او نه یې هم د هغوی هویت په ډاګه کړی.
د یادونې ده، چې ملي امنیت څه موده وړاندې په کندهار ولایت کې د داعش د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي، له ۱۹ نورو مهم کسانو سره یو ځای ونیوه.
تر دې وروسته یې د خرسان څانګې لپاره د داعش استخباراتي مسوول هم ونیوله.
جمهورخبري آژانس:کابل