۰

هرات کې د طالبانو نظامي او روغتیايي مسوولین نیول شوي

جمعه ۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۸
ملي امنیت ځواکونو هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو دوه مهم غړي قاري شفیع او ملا روات نیولي دي.
هرات کې د طالبانو نظامي او روغتیايي مسوولین نیول شوي
ملي امنیت ځواکونو هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو دوه مهم غړي قاري شفیع او ملا روات نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات ملي امنیت ریاست وايي، قاري شفیع مشعور په حافظ عمري د هرات د کروخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول او ملا روات بیا د ګذرې، زنده جان، انجیل او پښتون زرغون ولسوالیو لپاره د طالبانو روغتیايي مسوول وو.

د هرات د ملي امنیت ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې و یلي، طالب قومندان قاري شفیع یې له شینډنډ نه کروخ ته پر لاره د ایران سپاه پاسدارانو په موټر کې نیولی دی.

سرجینه زیاتوي،  نوموړي غوښتل پر پاشدان د بریدونو زیاتوالي لپاره ولاړ شي.

پاشدان بند له سلما بند څخه وروسته تر ټولو لوی بند دی چې د جوړېدو چارې يې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي.

ملي امنیت وايي، قاري شفیع په هرات ښار کې دننه د ګڼو ترهګریزو بریدونو مسوولیت هم پر غاړه لري.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي په یو بل عملیات کې یې د ګذرې، زنده جان، انجیل او پښتون زرغون ولسوالیو لپاره د طالبانود صحي کمېسیون مسوول له یو لړ مهماتو سره نیولی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي