۰

وحیدعمر: له ضمانت پرته طالب زندانیان نه شو خوشي کولی

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۲۴
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کېد ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وايي، حکومت چمتو نه ‌دی چې له قید او شرط پرته طالب زندانیان ازاد کړي.
وحیدعمر: له ضمانت پرته طالب زندانیان نه شو خوشي کولی
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کېد ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وايي، حکومت چمتو نه ‌دی چې له قید او شرط پرته طالب زندانیان ازاد کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  ښاغلي عمر نن سې شنبې د وري ۱۹ مه کابل کې د خبري ناستې  پر مهال و ویل، د زندانیانو د خوشې کېدو په اړه د حکومت دریځ روښانه دی او د سولې د مذاکراتو برخه ‌یې بولي.

د ولسمشر سلاکار یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغان حکومت د زندانیانو خوشي کولو او د سولې خبرو ته چمتو او ټول اړوند کارونه یې تر سره کړي، خو په وینا یې طالبان دې هم د انعطاف لپاره یو قدم راواخلي.

هغه و ویل«موږ د زندانیانو ازادېدل او تبادله د مذاکراتو برخه بولو، طالبان دې هم یو قدام راواخلي، چمتو یوو چې خبرې وکړو، دا پروسه لوړې ژورې لري، دا چې ویل کېږي په ۱۰ ورځو کې دې زندانیان ازادي شي، له قید او شرط پرته دې ازاد شي طبعاً چې داسې نه‌ کېږي.»

ښاغلی عمر زیاتوي له معمول سره سم په دا ډول مذاکراتو کې فضا دا شان وي چې ځینې وخت مقابل لوری ناراضه کېږي او مخالف دریځ نیسي، خو وروسته بیا هر څه بېرته سمېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سیمه ییزې ادارې مشر او د طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړي عبدالمتین بیګ ویلي و، طالبان د هغه قوماندانو خلاصون هم غواړي، چې په لویو بریدونو او جنایتونو کې لاس لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون خبر ورکړ، چې نور به د دوی د زندانیانو پلاوی د افغان حکومت سره خبرو ته دوام ورنه کړي.

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین افغان حکومت باندې پړه اچولې وه، چې د زندانیانو د خلاصون په برخه کې خنډونه رامنځ ته کوي، نو ځکه نور د دوی پلاوی ورسره خبرې نه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي