۰

افغان حکومت تر ۱۵۰۰ پورې طالب زندانیان خوشي کوي

دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۳
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت به له خپلو زندانانونو څخه تر پنځلس سوه پورې طالب زندانیان خوشي کړي.
افغان حکومت تر ۱۵۰۰ پورې طالب زندانیان خوشي کوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت به له خپلو زندانانونو څخه تر پنځلس سوه پورې طالب زندانیان خوشي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په خپل ټوېټر پاڼه کړې او ویلي یې دي، دغه زندانیان به په راتلونکو څو ورځو کې خوشي شي.

فیصل ویلي، افغان حکومت د ولسمشر غني د فرمان سره سم په تېرو دریو پړاونو کې ۳۶۰ طالب زندانیان خوشي کړي دي.

د هغه په وینا دغه زندانیان د سولې لپاره د اقداماتو په لړ کې او همدا راز له کرونا سره د مبارزې په موخه خوشي شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند زیاته کړې، دغه راز به د ولسمشر د فرمان سره راتلونکو څو ورځو کې تر ۱۵۰۰ پورې طالب زندانیان د حکومت له زندانونو خوشي کړی شي.
 
هغه ټينګار کړي، چې د زندانیانو د خوشي کولو لړۍ به دوام لري او د ټاکل شوو لومړیتوبونو او مواردو پر بنست به طالب زندانیان خوشي کېږي.

د یادونې ده، چې پرون طالبانو هم د افغان حکومت شل بندیان خوشي کړي دي او دې مسئلې د دواړو ترمنځ د سولې په برخه کې د پرمختګونو لپاره هیلې پیدا کړې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د بندیانو د خوشي کولو هرکلی او ټینګار یې  کړي، چې حکومت او طالبان باید سولې ته د رسېدو په موخه خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي، دا یو مهم ګام دی چې په دې توګه به دواړه لوري سولې ته نږدې او تاوتریخوالی کم شي.

نوموړي په ټينګار سره ویلي، اوس د دې وخت دی چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي او په دې توګه د شته ګواښونو په تېره له کرونا سره د مبارزې لپاره یو واحد او پیاوړی ځواک رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي