۰
سلام رحیمي:

د عبدالله په مشرۍ به د مصالحې عالي شورا رامنځته شي

شنبی ۳۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۹
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د ارګ او سپېدار ترمنځ د سیاسي شخړو د حل لپاره له پرمختګونو خبر ورکوي.
د عبدالله په مشرۍ به د مصالحې عالي شورا رامنځته شي
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د ارګ او سپېدار ترمنځ د سیاسي شخړو د حل لپاره له پرمختګونو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رحیمي ویلي، ډېر ژر به د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا جوړه شي.

نوموړي دغه  څرګندونې له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، ډېر ژر به د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا جوړه او له طالبانو سره د مذاکرې د مرکچي پلاوي واکونه به دغه شورا وټاکي.

خو د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون وايي، تراوسه د ولسمشرغني او عبدالله ترمنځ هېڅ هوکړه نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې عبدالله تر اوسه خپله طرحه له اشرف غني سره نه ده شریکه کړې.

دا په داسې حال کې  ده، چې اروپايي ټولنې د افغانستان له ټولو ښکېلو اړخونو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو غوښتنه کړې ده.

د دې ټولنې په خبرپاڼه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې افغانستان له نا امنیو او نویو ناڅاپي روغتیايي ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی د افغانانو سوکالۍ او لوړو ګټو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم یو ځل بیا پر افغان مشرانو غږ کړي، چې خپلو کې جوړ جاړي ته ورسېږي او یو ټول شموله حکومت رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي